Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې بېوزله کورنیو ته د خرما وېشلو لړۍ پیل شوه

کابل کې بېوزله کورنیو ته د خرما وېشلو لړۍ پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/19

مرسته شوې خرما د سعودي عربستان له لوري را استول شوې او د چهارشنبې په ورځ یوازې په کابل کې ۱۰۰۰ بې وزلو کورنیو ته د وېشلو لړۍ پیل شوه.

د دې خرما وېشونکې نور خیریه موسسه وايي، د کابل او کاپیسا په ګډون په پنځو ولایتونو کې د څلور زره کارټنه خرما وېشلو پلان لري.

د نور خیریه موسسې رییس حمید الله محمدي وايي: « د سعودي عربستان د دولت اړوند ملک سلمان مرکز له خوا د شهیدانو او معلولینو وزارت تر نظارت لاندې، ۴۰۰۰ کارټنه خرما وېش پیل شوی او په بېلابېلو ولایتونو کې به ووېشل شي. په دې ولایتونو کې کابل، میدان وردګ، لوګر، کاپیسا او پروان شامل دي. د وېشل کېدونکې خرما په هر کارټن کې ۸ کیلو خرما ده.»

په ورته مهال، د کابل شهیدانو او معلولینو چارو ریاست وايي، له دې وړاندې یې هم تر څار لاندې ګڼ شمېر بېوزلو کورنیو ته مرستې وېشل شوې دي او په پام کې ده چې له ۲۵۰ څخه زیاتو کورنیو ته خوراکي توکي او نغدې پیسې هم ووېشل شي.

د کابل شهیدانو او معلولینو چارو رییس  شېر محمد صمیم وايي: « موږ له دې وړاندې خوراکي او زمیني توکي وېشلي او په راتلونکي کې هم پلان شته چې خوراکي او نغدي مرستې ووېشو. د دې مرستو لپاره تر ۳۰۰۰ تنو په پام کې نیول شوي.»

مرسته شوې خرما په کابل کې په سلګونه کورنیو د دې ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست تر څار لاندې ووېشل شوه. دغه ریاست د نظارت موخه د مرستو د وېش په لړۍ کې د لا زیات شفافیت رامنځته کول په ګوته کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي
افغانستان

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي

فبروري 19, 2026
ایراني چارواکي: ایران د روزنک او رباط پریان اورګاډي تم ځایونه پراخوي
افغانستان

ایراني چارواکي: ایران د روزنک او رباط پریان اورګاډي تم ځایونه پراخوي

فبروري 19, 2026
د قومي مشر فضل الکریم فضل په منځګړیتوب د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه
افغانستان

د قومي مشر فضل الکریم فضل په منځګړیتوب د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه

فبروري 19, 2026
ملګري ملتونه: تېر کال مو له نیم میلیون ډېرو راستنو شویو سره مرستې کړې
افغانستان

ملګري ملتونه: تېر کال مو له نیم میلیون ډېرو راستنو شویو سره مرستې کړې

فبروري 19, 2026
مفکر: د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د افغانستان ضد عناصرو پر روزلو بوخت دی
افغانستان

مفکر: د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د افغانستان ضد عناصرو پر روزلو بوخت دی

فبروري 19, 2026
برېښنا شرکت: له ایران څخه د برېښنا پېرلو تړون وغځول شو
افغانستان

برېښنا شرکت: له ایران څخه د برېښنا پېرلو تړون وغځول شو

فبروري 19, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي

فبروري 19, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
کابل کې بېوزله کورنیو ته د خرما وېشلو لړۍ پیل شوه

کابل کې بېوزله کورنیو ته د خرما وېشلو لړۍ پیل شوه

فبروري 19, 2026
ایراني چارواکي: ایران د روزنک او رباط پریان اورګاډي تم ځایونه پراخوي

ایراني چارواکي: ایران د روزنک او رباط پریان اورګاډي تم ځایونه پراخوي

فبروري 19, 2026
د قومي مشر فضل الکریم فضل په منځګړیتوب د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه

د قومي مشر فضل الکریم فضل په منځګړیتوب د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه

فبروري 19, 2026
ملګري ملتونه: تېر کال مو له نیم میلیون ډېرو راستنو شویو سره مرستې کړې

ملګري ملتونه: تېر کال مو له نیم میلیون ډېرو راستنو شویو سره مرستې کړې

فبروري 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist