Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برېښنا شرکت: له ایران څخه د برېښنا پېرلو تړون وغځول شو

برېښنا شرکت: له ایران څخه د برېښنا پېرلو تړون وغځول شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/19

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د دې شرکت عمومي اجراییوي رییس ملاعبدالحق همکار ایران ته د یوه پلاوي په مشرۍ سفر کې له ایران څخه د وارداتي برېښنا تړون د راتلونکې ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره تمدید او لاسلیک کړی.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق ‌پرست وايي: « د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار په مشرۍ، د ایران اسلامي جمهوري هېواد ته تللي پلاوي له ایراني لوري سره د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د برېښنا پېرلو غځونې تړون لاسلیک کړ. یاد پلاوي د ایران اسلامي جمهوري هېواد د برېښنا مدیریت او وېش – توانیر شرکت بلنې له مخې، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس په مشرۍ لوړ پوړی پلاوي ایران هېواد ته سفر کړی و.»

د برېښنا شرکت د چارواکو په خبره، دغه پلاوی د ایران د برېښنا او انرژۍ د لېږد او وېش اړوند مدیریتي شرکت په بلنه یاد هېواد ته سفر کړی و او له ایران څخه یې افغانستان ته د برېښنا لېږدولو اړوند زېربناوو د پراختیا پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق ‌پرست وايي: « د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ په مشرۍ یاد پلاوي د ایران هېواد پلازمېنې تهران کې د برېښنا انرژۍ لېږد بنسټونو پراختیا، له دې هېواد څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا پېرودلو په تړاو د ګډو دوه اړخیزه همکاریو ناسته کې پر ګڼو اړخونو له ایراني لوري سره هر اړخیزې خبرې وکړې.»

د افغانستان برېښنا شرکت چارواکي دغه راز وايي، هڅه کوي له دې ډول لیدونو څخه د برېښنا صادروونکو هېوادونو سره د برېښنا د واردولو په تړاو خبرې وکړې، ترڅو خلکو ته د لا هوسا ژوند امکانات برابر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي
افغانستان

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي

فبروري 19, 2026
کابل کې بېوزله کورنیو ته د خرما وېشلو لړۍ پیل شوه
افغانستان

کابل کې بېوزله کورنیو ته د خرما وېشلو لړۍ پیل شوه

فبروري 19, 2026
ایراني چارواکي: ایران د روزنک او رباط پریان اورګاډي تم ځایونه پراخوي
افغانستان

ایراني چارواکي: ایران د روزنک او رباط پریان اورګاډي تم ځایونه پراخوي

فبروري 19, 2026
د قومي مشر فضل الکریم فضل په منځګړیتوب د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه
افغانستان

د قومي مشر فضل الکریم فضل په منځګړیتوب د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه

فبروري 19, 2026
ملګري ملتونه: تېر کال مو له نیم میلیون ډېرو راستنو شویو سره مرستې کړې
افغانستان

ملګري ملتونه: تېر کال مو له نیم میلیون ډېرو راستنو شویو سره مرستې کړې

فبروري 19, 2026
مفکر: د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د افغانستان ضد عناصرو پر روزلو بوخت دی
افغانستان

مفکر: د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د افغانستان ضد عناصرو پر روزلو بوخت دی

فبروري 19, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي

هلمند کروندګر: د کوکنارو بدیل کښت مو اړتیاوې نه پوره کوي

فبروري 19, 2026
بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
کابل کې بېوزله کورنیو ته د خرما وېشلو لړۍ پیل شوه

کابل کې بېوزله کورنیو ته د خرما وېشلو لړۍ پیل شوه

فبروري 19, 2026
ایراني چارواکي: ایران د روزنک او رباط پریان اورګاډي تم ځایونه پراخوي

ایراني چارواکي: ایران د روزنک او رباط پریان اورګاډي تم ځایونه پراخوي

فبروري 19, 2026
د قومي مشر فضل الکریم فضل په منځګړیتوب د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه

د قومي مشر فضل الکریم فضل په منځګړیتوب د دوو کورنیو دښمني په دوستۍ بدله شوه

فبروري 19, 2026
ملګري ملتونه: تېر کال مو له نیم میلیون ډېرو راستنو شویو سره مرستې کړې

ملګري ملتونه: تېر کال مو له نیم میلیون ډېرو راستنو شویو سره مرستې کړې

فبروري 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist