دا نندارتون د هېواد د صنعتکارانو، پانګوالو او سوداګرو لپاره د تولیداتو د نندارې او اړیکو جوړولو یو ښه فرصت و.
د نندارتون مسوولان وایي، د افغانستان د ودانیزو چارو، رغونې صنعت درېیم نړیوال نندارتون څخه زرګونه کسانو لیدنه کړې او د تړونونو په لاسلیک کېدو پای ته ورسېد.
د دوی په خبره، په دې نندارتون کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ لسګونه میلیون ډالرو تړونونه او همدارنګه د کورنیو سوداګرو ترمنځ هم د میلیونونه افغانیو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.
مسوولان زیاتوي، په تېرو پنځو ورځو کې د افغانستان د ودانیزو چارو او رغونې صنعت درېیم نړیوال نندارتون څخه له ۵۰۰ زرو زیاتو خلکو ليدنه کړې.
د افغانستان ودانیزو چارو، رغونې او بیارغونې صنعت درېیم نړیوال نندارتون مسوول شکرالله بقایي وايي: « په مختلفو سکټورونو کې موږ بېلابېل تړونونه لرل او د لسګونه میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي. داسې شرکتونه هم شته چې د ودانیز صنعت په برخه کې یې په مرکز او ولایتونو کې له ۴ تر ۵ سوه میلیون ډالرو یې پانګونه کړې. له دې نندارتون څخه تر نیم میلیون تنو لیدنه کړې.»
د ازبېکستان استازی ارتابېک وایي، تاشکند له کابل سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکې لري او دا اړیکې به لا پیاوړې شي.
د ازبېکستان استازی اوتابېک وايي: « ازبېکستان له افغانستان سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې ښې اړیکې لري. موږ غواړو له کابل سره اقتصادي او سوداګریزه راکړه ورکړه لا ډېره کړو. موږ هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لرو.»
د مسوولانو په خبره، د افغانستان ودانیزو چارو او رغونې صنعت درېیم نړیوال نندارتون کې د ترکیې، پاکستان، ایران او د چین هېوادونو له پانګوالو او سوداګرو سره هوکړې ته رسېدلي چې د افغانستان او د یادو هېوادونو ترمنځ ګډ نندارتونونه جوړشي.
د مسوولینو په خبره، افغانستان اوس مهال ١٧٠ صنعتي برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی.
د کابل صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي: « دا چې حکومت اقتصاد محوره پالیسي خپله کړې، د نړۍ په هر ګوټ کې چې افغان پانګوال شته، اوس را روان دی او هېواد کې پانګونه کوي.»
صنعتکار شېر باز کمین زاده وايي: « راتلونکو پنځو تر لسو کالو به که خدای کول افغانستان په بشپړه توګه یو صنعتي هېواد وي.»
غرفه لرونکي له دې ډول نندارتونونو خوښي څرګندوي او وایي، افغاني تولیداتو ته د بازارموندنې او ملاتړ لپاره دا ډول نندارتونونه ډېره مرسته کوي او باید نور هم جوړ شي.
غرفه لرونکی نصیر احمد سروري وايي: « موږ له حکومت او د خصوصي سکټور له مشرتابه څخه هیله لرو چې دا ډول نندارتونونه لا ډېرجوړ شي، ترڅو سالم رقابت رامنځته او لا ډېر شي.»
د افغانستان د ودانیزو چارو، رغونې صنعت درېیم نړیوال نندارتون کې بېلابېلو صنعتي توکو او کورنیو تولیداتو ته څه باندې۴۵۰ غرفې ځانګړې شوې وې چې په کې د ودانیزو توکو او اړوندو برخو تولیدات نندارې ته وړاندې شول. په دې نندارتون کې د ایران، ترکمنستان، ازبېکستان او هند پانګوالو هم ګډون کړی و.
باور دا دی چې په کور دننه او بهر د ورته نندارتونونو جوړول کولی شي افغاني تولیدات نور هم پیاوړي او د داخلي بازارونو ترڅنګ، بهرني پېرودونکي هم را جلب کړي.