Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/17

د شدیدې یخنۍ زغمل، قوي اراده او نه ماتېدونکی هوډ؛ په داسې حال کې چې ډېری خلک د ژمي له سړې هوا څخه ځان ساتي، خو غور ولایت کې د رقیب فاروقي په نوم یو داسې ځوان هم شته چې د سختې سړې هوا او واورو په منځ کې د ځانګړو نمایشي حرکتونو په ترسره کولو سره شهرت موندلی.

فاروقي وایي، د یخ او سختې سړې هوا په منځ کې د نمایشي حرکاتو سره یې مینه له څو کلونو راهیسې پیدا شوې ده.  نوموړی زیاتوي، په ۱۳۹۹ لمریز کال کې یې د لومړي ځل لپاره دا ځانګړی ورزش ترسره کړ او له هماغه وخته یې هڅه پیل کړې چې یاد ورزش د المپیک په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان په نوم ثبت کړي.

ورزشکار رقیب فاروقي وايي: « د هریرورد په یخ وهلو اوبو کې له دې ډول حرکتونو څخه موخه د المپیک په کچه د فري سټایل ورزش ثبتونه ده. ما دغه څانګه په غور ولایت کې رامنځته کړه او غواړم د المپیک له خوا رسماً ثبت شي.»

ورزش یوازي د تفرېح او نمایشونو ترسره کول نه دي، بلکې د ټولنې د یووالي، ورورولۍ او مینې پیاوړې وسیله ده. د غور ولایت ورزشکاران وایي، هڅه کوي چې د ورزشي فعالیتونو له لاري ځوانان سالمو بوختیاوو ته را جذب او له نشه‌یي توکو او ناوړه کړنو څخه لري وساتي.

ورزشکار عبدالقاسم فردوسي وايي:« د غور ولایت ورزشکاران د امکاناتو او اسانتیاوو نه لرلو سربېره داسې حرکتونه ترسره کوي چې مثال یې په ټوله نړۍ کې نه دی لیدل شوی. موږ له مسوولو چارواکو غواړو چې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي، مالي او معنوي لاسنیوی یې وکړي. زموږ ورزشکاران تل هڅه کوي د غور محرومیتونه تر چارواکو ورسوي.»

ورزشکار میراحمد معنوي وايي: « موږ له فاروقي صاحب سره فري سټایل ورزش د دې لپاره کوو چې ځوانان سپورټ ته مخه کړي او له نشه يي توکو لرې شي. همدارنګه له مهاجریت څخه ډډه وکړي او سپورټي لوبو ته راشي. په اوسنیو شرایطو کې یوازې ورزش دی چې ځوانان له ژور خفګان او نورو ناروغیو څخه ژغورلی شي.»

بله خوا، د غور اوسېدونکي له ورزشکارانو څخه پرملاتړ ټینګار کوي او له اړوند مسوولینو هم غواړي چې ورزشکارانو ته اړین امکانات او اسانتیاوي برابرې کړي.

د غور اوسېدونکی محمد کوهستاني وايي: « له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ له ورزشکارانو ملاتړ وکړي. که زموږ ملاتړ وشي، نور ځوانان به هم دغې لوبې ته مخه کړي او له نشه يي توکو به لرې شي.»

رقیب فاروقي په داسي حال کې تر منفي ۲۲ درجې سړې هوا کې د ورزشي نمایشونو ترسره کولو سره د فري سټایل سپورت په نوم ورزش بنسټ ایښی چې په خبره یې تر اوسه د هېڅ روزونکي له خوا ورته روزنه نه ده ورکړل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026

وروستي خبرونه

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

فبروري 17, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

فبروري 17, 2026
کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي

کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي

فبروري 17, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist