Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/17

د المپیک او بدني روزنې ملي کمېټې په یوه جوړ کړي کنفرانس کې د  ۱۴۰۴ زېږدیز کال ملي ټيمونو لوبغاړو ته د عصريي ورکولو لړۍ پیل کړه.

د دې کمېټې مسوولان وايي، د هېواد په کچه به د ملي ټیمونو لوبغاړو ته د شاوخوا۵۰ میلیونو افغانیو په ارزښت عصریه ووېشل شي چې دا مرستې به د مسوولانو په خبره له ۳۵۰۰ څخه زیاتو لوبغاړو ته چې د بېلابېلو لوبډلو استازولي کوي، ورکړل شي. چارواکي ټینګار کوي چې د لوبغاړو لپاره د اسانتیاوو برابرول او ملاتړ یې له اساسي ژمنو څخه دي.

د کمېټې مسوولانو په دې کنفرانس کې خپل کاري فعالیتونه او لاسته راوړنې تشرېح کړل او ډاډ یې ورکړ چې د لوبغاړو ملاتړ ورته لومړیتوب لري.

د کمېټې تخنیکي او مسلکي مرستیال محمد جان ځدراڼ وايي: « زموږ اداره او دغه راز د اسلامي امارت حکومت د ورزشکارانو ملاتړ کوي. په دې ملاتړ کې مادي، معنوي، هڅول او حوصلې ډېرول شامل دي. موږ به د خپلو ورزشکارانو ملاتړ کوو او تر شا به یې درېږو.»

نوموړی د خپلو خبرو پرمهال وايي، کمېټه هڅه کوي چې په بېلابېلو ورزشي برخو کې افغان لوبغاړو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي.

همدارنګه، د دعوت او ارشاد رییس دادمحمد بریا وايي،  د عصریې په وېش کې عدالت په پام کې نیول شوی او هڅه کېږي چې دغه مالي ملاتړ  به تر مستحقو کسانو ورسول شي.

د المپیک ملي کمېټې د دعوت او ارشاد رییس داد محمد بریا وايي: « د دغو ورزشکارانو شمېر ۳ زره ۵۶۸ کسان دي او دوی ته به عصریه ورکول کېږي او له نن څخه به پيل شي. د دغو ورزشکارانو لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.»

بله خوا، لوبغاړي د برابر شویو اسانتیاوو څخه خوښي ښيي او له حکومت غواړي چې په ټولو برخو او بهرنیو لوبو کې د لوبېدو فرصتونه ورته چمتو کړي.

لوبغاړی احسان وايي: « موږ له حکومت راضي یو او په دې وروستیو کې زموږ عصریه راکوي. همدارنګه له موږ سره یې د وروستیو لوبو پرمهال هم ملاتړ کړی.»

لوبغاړی محمد داوود وايي: « حکومت موږ ته د هېواد په داخل کې د لوبو فرصت برابر کړی، خو موږ غوښتنه کوو چې له هېواد څخه بهر هم د لوبو فرصت برابر کړي.»

د یادونې وړ ده چې په دې کنفرانس کې هر لوبغاړي  ته ۱۳ زره ۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې او له هغوی وغوښتل شول چې لا زیاتې هڅې وکړي او افغانستان ته لا ډېر ویاړونه ور په برخه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

فبروري 12, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026

وروستي خبرونه

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

په لومړي ځل له پاشدان بند څخه کرنیزو ځمکو ته اوبه ورخوشي شوې

اپریل 2, 2026
پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

پر ایران د امریکا او اسراییلو هوايي بریدونو کې ۱۶افغانان شهیدان شوي

اپریل 2, 2026
پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

پېښور جرګې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېړني اوربند او خبرو  پیلولو غوښتنه وکړه

اپریل 2, 2026
افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

افغانستان او پاکستان د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې کوي

اپریل 2, 2026
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

اپریل 1, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist