Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

کرېکټ ملي لوبډلې په یوه زړه پورې لوبه کې سوېلي افرېقا ته ماتې ومنله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/12

د کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په ګروپي سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سویلې افریقا لوبډلې ته وبایله.

افغان لوبډلمشر د لوبې پچه وګټله او د سوېلي فریقا لوبډله یې توب وهنې ته راوبله چې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې يې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۸ منډو هدف ټاکه. که هم څه افغان توب اچوونکو د سوېلي افریقا لوبډلمشر ایډین مارکرم له مخې ژر پورته کړ، خو کیونټین ډیکوک او ریان ریکیلټون هغه دوه لوبغاړي وو چې په کمو توپونو یې پنځوسیزې پوره کړې او ملګرتیا یې له سل منډو وغځېده او په پایله کې یې افغان لوبغاړو ته کار سخت کړ.

په افغان توپ اچوونکو کې عظمت الله عمرزي درې، راشد خان دوه او فضل الحق فاروقي یوه وېکټ ترلاسه کړه.

له رحمن‌الله ګربز پرته چې په فردي ډول یې ۸۴ منډې جوړې کړې، نور ټول افغان لوبغاړي یوځل بیا په توب وهنه کې ښه ونه ځلېدل او په دې توګه افغان لوبغاړو د سوېلي افریقا له لوري ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو.

د لوبې په حساس وخت کې نور احمد لکڼوال د دوو شپږیزو په مټ له سوېلي افریقا سره د افغانستان منډې برابرې کړې او لوبه سوپر اور ته لاړ. دغه سوپر اور چې افغان لوبغاړو په کې ۱۷ منډې جوړې کړې، بیا هم مساوي شو او لوبه دویم  سوپر اور ته لاړه. په دویم سوپر اور کې سوېلي افرېقا ۲۳ منډې وکړې او افغان لوبغاړي یې په پوره کولو کې پاتې راغلل. په دې توګه د کرېکټ نړیوال شل اوریزجام د ګروپي لوبو دغه برخلیک ټاکوونکې لوبه د سوېلي افریقا لوبډلې وګټله.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « که څه هم په دې سیالۍ کې بریا سوېلي افریقا ترلاسه کړه، خو په ټوله کې سخته لوبه مقابله وشوه او افغان لوبډلې په هره برخه کې ښه کارکردګي وکړه.»

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی رییس شهزاده مسعود وايي: « ډېره په زړه پورې او هیجاني لوبه وشوه، په لوبو کې ګټل او بایلل وي مګر د ښې لوبې کول په کار دي. د لوبې په ګټلو خفه یو، خو موږ باید هم د ګټلو حوصله ولرو او هم د بایللو او خپل اتلان تشویق کړو.»

پر سوېلي افریقا د دې لوبې په بایللو سره په روان نړیوال شل اوریز جام کې د افغان کرېکټ لوبډلې مخکې تګ له ستونزو سره مخ شو او یوازې دوه نورې لوبې چې یوه یې له کاناډا او بله یې هم له متحده عربي اماراتو سره ده، ور پاتې دي.

د کرکټ څارونکی عبدالمالک شینواری وايي: « د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د افغانستان دویمې لوبې بایللو ته په کتو، فکر نه کوم چې لوبډه د وړاندې تګ چانس ولري. د نیوزیلنډ او سوېلي افریقا ټیمونو ته په کتو، داسې ښکاري چې همدا دوه ټیمونه به سوپر اته پړاو ته ووځي.»

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، که څه هم افغان لوبډلې سیالي وبایله، خو د کرېکټ د نړیوالو جامونو تر ټولو له احساساتو او هیجان ډګه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړه چې د کرېکټ داخلي او بهرني مینوال به یې کلونه کلونه په یاد ساتي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « دا ښکاره خبره ده چې په لوبو کې به یوه لوبډله حتمن بریا ترلاسه کوي، خو دا لوبه زموږ لپاره له هیجان ډکه لوبه وه او نه یوازې افغانان بلکې د نړۍ کرېکټ مینه وال به یې یاده ساتي. هیله لرو زموږ اتلان په راتلونکو لوبو کې بریاوې ترلاسه کړي.»

په روان شل اوریز نړیوال جام کې شل لوبډلې شاملې دي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې او د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې به سوپر۸ یا کواټر فاینل پړاو ته لار مومي. افغانستان سره په ګروپ کې نیوزیلڼد، سوېلي افریقا، متحده عربي امارات او کاناډ لوبډلې شاملې دي. نیوزیلنډ او سوېلي افریقا دوه دوه لوبې ګټلې او کواټر فاینل ته یې تګ څه نا څه یقیني شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي
لوبې

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل
لوبې

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
لوبې

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026

وروستي خبرونه

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

د خوست په تڼیو کې د نیالګیو کېنولو حشر پيل شو

فبروري 17, 2026
د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

د فري سټایل سپورټ بنسټ اېښودونکی په المپیک کې د دې ورزش د ثبت غوښتنه کوي

فبروري 17, 2026
افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

افغان – ازبېک چارواکو مزارشریف کې د دوه اړخیزو همکاریو پر ډېرولو خبرې کړې

فبروري 17, 2026
کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي

کورنیو چارو وزارت: د نشه يي توکو کښت او کاروبار به صفر ته ورسول شي

فبروري 17, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

د المپیک او بدني روزنې کمېټې ۳ زره لوبغاړو ته د عصریې ورکول پيل کړل

فبروري 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist