هرات کې د ایران کونسلګرۍ مسوولین د دواړو هېوادونو ترمنځ تېر او روان کال کې د سوداګریزې راکړه ورکړې د زیاتوالي خبره کوي.
دوی وایي، ۱۴۰۳ لمریز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړه ورکړې کچه درې نیم میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه.
دوی همداراز زیاتوي چې روان کال د هرات ـ خواف اورګاډي پټلۍ له لارې د توکو د صادراتو او وارداتو کچه هم په میاشت کې له ۵ زره ټنو څخه ۹۰ زره ټنو ته لوړه شوې ده.
هرات کې د ایران کونسل علي رضا مرحمتي وايي: « موږ همدا اوس هم له افغانستان سره ډېر ښه تجارت لرو. د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۳.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې وه، خو سږ کال له دې هم لوړه شوې. موږ په ۱۴۰۳ کال د رېل پټلۍ له لارې ۵ زره ټنه انتقالات لرل، خو دا کچه اوس مهال له ۹۰ زرو ټنو لوړه شوې.»
په ورته مهال، یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست له لارې توانېدلی چې له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړي ډول ایران سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړې دي.
د هرات متخصصانو شورا رییس محمد رفیق شهیر وايي: « افغانستان خپلو ګاونډیو ته درناوی کړی او د هغوی په هېڅ ډول کورنیو چارو کې یې مداخله نه ده کړې. ایران په سختو شرایطو کې زموږ ترڅنګ درېدلی، خپل سفارت او کونسلګرۍ یې فعالې وساتلې او افغانانو ته یې وېزې ورکړې. همدارنګه ترکیې او ترکمنستان هېوادونو هم له موږ سره د خپلې وسې په اندازه مرسته کړې.»
بله خوا، د هرات سیمه ییز مسوولین د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې له بل هر وخت زیاتې نږدې بولي او وايي، دا مهال له بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول ایران سره د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
هرات والي نور احمد اسلام جار وايي: « دواړه اسلامي هېوادونه باید خپل اقتدار وساتي او د اوږدې مودې لپاره یو د بل ترڅنګ په سوله کې ژوند وکړي.»
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، معدني مواد، وچه مېوه، پنبه او نور هغه محصولات دي چې له افغانستان څخه ایران ته صادرېږي.
له ایران سره د سوداګریزې راکړه ورکړې د زیاتېدو دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې له منځه تللې دي او همدا تېره ورځ له پاکستان څخه د درملو واردات په بشپړ ډول بند شول.