د بلخ حوزوي روغتون چارواکي وايي، د روان لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې څه باندې ۲۱ زره ماشومان زېږیدلي چې له ډلې یې څه باندې ۶۰۰ ماشومان له طبیعي وخت وړاندې زیږېدلي او ۴۲۳ نور مړه شوي دي.
د بلخ عامې روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ وايي: « د روان کال په تېرو لسو میاشتو پرمهال په بلخ حوزوي روغتون کې له ۲۱ زرو زیات ماشومان زیږېدلي چې له ډلې یې ۴۲۳ تنه مړه او ۵۸۴ تنه نور له وخت څخه وړاندې زیږېدلي دي. دا روغتون د ټول شمال زون په کچه روغتون دی او له دې امله د ولادي ناروغانو راتګ ورته زیات دی.»
د حوزوي روغتون ډاکټران دغه راز وايي، د وینی لوړ فشار، شکر ناروغي، د پښتورګو التهاب، ناسمه تغذیه، سخت کار، د رحم غیر نورمال حالت او په ډېر کم او یا ډېر زیات عمر کې میدواره کېدل، هغه لاملونه دي چې ماشومان له طبیعي وخت یانې ۹ میاشتو وړاندې نړۍ ته راځي.
د ماشومانو څانګې متخصص ډاکټر شکرالله مرادي وايي: « د وینې لوړ فشار، استرېس، له ۱۸ کالو ښکته او له ۳۵ کالو پورته د میندو عمر او ناکافي تغذیه هغه عوامل دي چې له امله یې ماشومان له وخت څخه وړاندې نړۍ ته راځي.»
بله خوا، ناروغ لرونکي کسان د بلخ حوزوي روغتون له روغتیایي خدماتو خوښ دي، خو له مسوولو چارواکو د عصري طبي تجهیزاتو او د لازمو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.
د مزار ښار اوسېدونکی حفیظ الله وايي: « په روغتون کې خدمات ښه دي او درمل هم په خپل وخت ورکوي. موږ د دوی له کارونو خوښ یو.»
د مزار ښار اوسېدونکی فقیرمحمد وايي: « شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي چې زما ماشوم د اطفالو څانګه کې بستر دی، ډاکټران ښه خدمت کوي او وړیا درمل ورکوي. موږ له بهر څخه څه نه راوړو.»
ډاکټران د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره سپارښتنه کوي چې ښځې باید د میدوارۍ پرمهال له سالمې تغذیې ګټه واخلي، منظمې روغتیایي معاینې ترسره کړي، له درنو کارونو او د نشه یي توکو له کارولو ډډه وکړي.
د دوی په خبره، د دوو ماشومانو د زېږون ترمنځ باید لږ تر لږه د ۱۸ میاشتو واټن موجود وي، ترڅو له وخت وړاندې د ماشوم زیږېدلو مخنیوی وشي.