د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې ویلي، ټاکل شوې امنیت شوار په روانه فبرورۍ کې هغې مسودې ته رایه ورکړي چې پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې موده غځوي.
دې شورا د ناستې ترسره کېدو په تړاو کره نېټه نه ده په ګوته کړې، خو وايي، د بندیزونو کمېټې ماموریت د همدې میاشتې په ۱۷مه نېټه پای ته رسېږي او باید د کار دوام او يا نه دوام په تړاو رایه وکارول شي.
دا کمېټه چې په ۱۹۸۸کال کې جوړه شوې، د اسلامي امارت پر چارواکو، اړوند اشخاصو، ډلو او کمپنیو مالي، تسلیحاتي او د سفر بندیزونه وضع کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي: « ټاکل شوې امنیت شورا په روانه فبروري میاشت کې د هغه پرېکړه لیک مسودې ته رایه وکاروي چې د ۱۹۸۸کال د افغانستان د بندیزونو کمېټې سره د مرسته کوونکي تحلیلي ملاتړ او پر بندیزونو د څار ډلې ماموریت وغځوي.»
د امنیت شورا د بندیزونو کمېټه د دې شورا فرعي برخه ده چې پر وضع شویو بندیزونو څارنه لري او د افرادو ټاکل، د معافیت د غوښتنو ارزونه او امنیت شورا ته د دوره يي راپورونو وړاندې کول یې مهمې دندې دي.
بل پلو، د بندیزونو د څار ډله د نورو دندو ترڅنګ، د بندیزونو له کمېټې سره د راپورونو په جوړولو، د بندیزونو په عملي کولو او پر بندیزونو په بیا غورکولو برخه کې مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټه د دې شورا د اوومې مادې پر بنسټ جوړه شوې چې ماموریت یې په کلني ډول نوی کېږي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وایي:« نو دا به ښه وي چې د اسلامي امارت د رهبري پر کړۍ چې کوم بندیزونه لګول شوي او په تور لېست کې دي، دوي باید له دې تور لېست څخه و ایستل شي او دا بندیزونه هم لرې شي، تر څو دوی وکولی شي له دې فرصت څخه په ګټنې له نړۍ سره ښه روابط تامین کړي، سفرونه وکړي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ او بیا رغونې په اړه له نړۍ سره حداقل د راکړې ورکړې لارې اړیکه ولري.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې که څه هم څو ځله د اسلامي امارت پر یو شمېر مشرانو د سفر پر بندیزونو معافیت غځولی، خو لا يې هم ګڼ چارواکي د یادې شورا د بندیزونو په لېست کې ساتلي دي.