Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/03

د افغانستان کرېکټ بورډ او د غیر الکولي څښاک توکو تولیدوونکې سوپرکولا کمپنۍ ترمنځ د کرېکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړ هوکړه لاسليک شوه.

د دې هوکړې له مخې به سوپرکولا کمپنۍ د ۲ کلونو لپاره د افغانستان کرېکټ کورنیو لوبو او په نړيوالو لوبو کې د ملي لوبډلې مالي ملاتړ کوي.

د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د لاسلیک شوې هوکړې له مخې به یاده کمپنۍ له هېوادونو سره د افغانستان ټولو دوه اړخیزو لوبلړیو او همداراز نړیوال ټورنمنټونو کې مالي ملاتړ کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان وايي: « موږ نن له سوپرکولا سره دوه کلن قرارداد وکړ او په راتلونکو دوو کالو کې به ټولو لوبو کې سوپرکولا له موږ سره وي. په دې مالي ملاتړ کې کورنی کرېکټ او د ملي لوبډلې ټولې نړیوالې لوبې شاملې دي.»

په همدې حال کې د سوپرکولا کمپنۍ چارواکي په هېواد کې د ټولو ورزشونو او په تېره بیا د کرېکټ مالي ملاتړ خپل مسوولیت بولي او وايي، دوی به په راتلوونکو ۲ کلونو کې له کرېکټ سره اوږه په اوږه مخته لاړ شي.

د سوپرکولا کمپنۍ اجراییوي رییس شهاب قناوزیان وايي: « موږ وینو چې د افغانستان کرېکټ د نړۍ په ټولو میدانونو کې ځلېږي او په نړیواله کچه ښه دريځ لري. موږ د یوه افغان شرکت په توګه خپله دنده ګڼو چې د کرېکټ او ورزش ملاتړ وکړو.»

د کرېکټ په نړیوالو میدانونو او ټورنمنټونو کې د افغان لوبډلې ځلېدل او سترو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره اوس د سوداګریزو کمپنیو ترمنځ ګرم بازار لري او هره ستره کورنۍ او بهرني شرکتونه هڅه کوي چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

کرېکټ بورډ او سوپرکولا د ملي لوبډلې دوه کلن مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه

فبروري 3, 2026
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

فبروري 2, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist