Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په هرات کې د ترکمنستان لومړي وزير له مرستيال او بهرنيو چارو له وزير رشيد مردوف سره په کتنه کې ویلي، ټاپي پروژې د هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراختيا ته زمينه برابره کړې. ملابرادر زياته کړې، د ټاپي پروژې له امله د اړيکو پراختيا په لړ کې د سعودي عربستان يوه شرکت هم په ياده پروژه کې دپانګونې ته لېوالتيا ښودلې.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دغه راز د تورغونډۍ – هرات رېل پټلۍ په پروژه کې د پانګونې لپاره د قزاقستان لېوالتيا ته په پام له ترکمنستان غوښتي چې د يادې پروژې پيلولو په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

د ترکمنستان لومړي وزير مرستيال او بهرنيو چارو وزير رشید مردوف په دې لیدنه کې ويلي، هېواد يې د تورغونډۍ – هرات رېل پټلۍ پروژې پيلولو ته ژمن دی او دغه راز يې ډاډ ورکړی چې هرات ښار ته به د روان ميلادي کال تر پايه د ټاپي نل‌ليکې غځولو چارې هم بشپړې شي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطرت د دې لیدنې په اړه وايي: « د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال همداراز د افغانستان له لوري د ټاپ پروژې د لار نقشې د نهايي کېدو لپاره بشپړ چمتووالی وښود او د دې ترڅنګ یې بالا مرغاب، خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا انتقال او د سیمه ییز اتصال د نورو پروژو د پيل لپاره د افغانستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانو پروژو کې افغانانو ته د کاري زمینې د برابرېدو په اړه هم ټینګار وکړ.»  

له دې سره، د دواړو لوريو ترمنځ د ټاپ برېښنا لېږد پروژو په اړه خبرې شوې او يو بل ته په يادو پروژو کې د بشپړو متقابلو همکاريو ډاډ ورکړل شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist