فدا محمد دېرش کاله عمر لري او د یوې بېوزله کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري. په دې ولایت کې وروستۍ زلزلي ځاني او مالي زیان ور اړولی.
فدا محمد په زلزله کې د ژوند تر ټولو ستره هستي او خپله مور له لاسه ورکړې. نوموړي د خپل کور په څو سوه میترۍ تاشقرغان تنګي په بازارګي کې د خوراکي توکو تازه او وچو مېوو دوکان هم درلود او له همدې لارې یې کورنۍ ته نفقه پیدا کوله، خو زلزلې ترې اخیستی او په بشپړ ډول یې ویجاړ کړی.
له زلزلې څو شیبې وروسته فدامحمد د خپلې ویجاړې شوې هټۍ غم اخیستی و، خو له دې ناخبره و چې زلزلې یې مور هم ترې اخیستې او شهیده شوې ده.
فدا محمد وايي، د کور کوټې يې ناستې او د حویلۍ دېوالونه یې نړېدلي دي.
زلزله ځپلی فدا محمد زیاتوي: « زلزلې ما ته ډېر زیانونه اړولي؛ دوکان مې بشپړ تخریب شوی، مور مې شهیده شوه او زما خپل لاس هم سخت ژوبل شو. تاسو وینئ کور او جونګړه مې هم ویجاړ شوي او هېڅ نه دي راپاتې.»
نوموړی اوس له حکومت، ملي سوداګرو او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
فدا محمد وايي: « له حکومت او مرسته کوونکو موسسو غوښتنه لرم چې موږ ته بېړنۍ مرسته ورسوي، ځکه وضعیت ډېر خراب دی.»
سیمه ییز چارواکي وايي، هغو کورنیو سره چې په زلزله کې یې د فامیل غړي شهیدان او ټپیان شوي، عاجلې نغدې مرستې شوې دي او جدي کار روان دی چې له ټولو زیانمنو کورنیو سره د خوراکي اوغیر خوراکي توکو مرستې هم وشي.
د سمنګان مرستیال والي ملا خدا داد خادم وايي: « د شهیدانو کورنیو ته نغدي مرستې وېشل شوې دي، همدارنګه درمل، البسه او نور توکي هم د چمتو کېدو په حال کې دي او وبه وېشل شي.»
د سمنګان د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې رییس مولوي احسان الله احسان وايي: « د ۱۲ تنو شهیدانو کورنیو ته شل شل زره افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې، همدارنګه شدیدو ټپیانو ته په روغتونونو کې لس لس زره افغانۍ ورکړل شوې. اوس د ارزونې سروې روانه ده او له هغه وروسته به عاجلې مرستې ووېشل شي چې په کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي.»
د سمنګان ولایت زلزلې خلکو ته د مالي او ځاني زیان اړولو ترڅنګ، عامه خدمات هم زیانمن کړي. د برېښنا هغه مزي چې د تاشقرغان له تنګي تېرېږي او د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو ته هم برېښنا لېږدوي، ځینې مزي زیانمن او ان پرې شوي هم دي.
د سیمې یو تن اوسېدونکی مهرالله وايي: « کله چې زلزله وشوه، د برېښنا مزي سره ونښتل او شارټي یې وکړه. یو مزی زما پر موټر پرېوت او موټر مې اور واخیست. ما تر موټر لاندې پناه واخیسته، کله چې له پاسه د ډبرو راتګ بند شو، بیا را ووتلم او لرې لاړم.»
د سمنګان ولایت وروستۍ زلزلې د دې ولایت په بېلا بېلو سیمو کې نږدې څلور سوه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې. د چارواکو په خبره، نږدې دوه زره کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.