د تېرې دوشنبې په شپه د هېواد شمال کې رامنځته شوې زلزلې له امله د بلخ په شولګره کې هم ډېر شمېر خلک زیانمن شوي دي.
د شولګرې ولسوالۍ زلزله ځپلي د ساړه ژمي په رانږدې کېدو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.
د زلزلې له امله زیانمنه شوې نازنین وايي: « یو لمسی مې شهید شوی او زما په ګډون د کورنۍ نور غړي ژوبل شوي دي. ځینې ټپیان یې مزار شریف ته وړي او نور دلته پاتې شول.»
زیانمن شوی غلام حسین وايي: « زما په کورنۍ کې یو تن شهید او څلور نور ژوبل شوي دي. زموږ پر کور غر را وښویېده او ټولې خونې یې ویجاړې کړې. ماشومان مې تر خاورو لاندې شول، ځینې مو را ویستل او ځینې یې شهیدان شول.»
زیانمن شوی علي اکبر وايي: « له حکومت غوښتنه لرم چې موږ ته ځایونه جوړ کړي، ځکه زموږ کورونه ویجاړ شوي او په میدان پاتې یو.»
ځايي مسوولین وايي، د زلزلې پر مهال د پيښې ځایونو ته يې رسېدنه کړې او په خبره يې د ژغورونکو ټیمونو پروخت رسېدنې له امله د ځاني تلفاتو ډېرېدو مخنیوی شوی.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند ډګرمن محمدالله حماد وايي: « هغه کسان چې تر کنډوالو لاندې پاتې وو، هغوی مو وژغورل. همدارنګه بل ټیم شولګرې ولسوالۍ ته تللی او هلته د خلکو په ژغورلو بوخت دي. زموږ د کنډکونو ټول ملګري په مرستو او ژغورنو بوخت دي. د سل بستریز روغتون د شمېرو له مخې، درې شهیدان او ۱۲ تنه ټپیان لېږدول شوي دي.»
د مسوولینو په خبره، په دې ولسوالۍ کې۴۲۰ کورونه په بشپړه او نیمه بڼه تخریب شوي، ۳ تنه مړه او۶۱ نور ټپيان شوي دي.
د شولګرې ولسوال معاون عین الدین فاروق وايي: « شولګرې ولسوالۍ کې ۳ تنه شهیدان او ۶۱ تنه ټپیان لرو. همدارنګه د خلکو ۱۲۰ رأس څاروي هم تلف شوي؛ همدارنګه ۴۰۴ کورونه هم ویجاړ شوي او د اوسېدلو وړ نه دي.»
د یادونې ده چې بلخ کې دا یوازې د شولګرې ولسوالي نه ده چې د زلزلې له امله يې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي بلکې د دې ولایت په شپږو نورو غرنیو ولسوالیو کې هم د زلزلې له امله زیانونه اوښتي دي.