Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت: متقي له اسحاق ډار سره ټیلفوني اړیکه نه ده کړې

بهرنیو چارو وزارت: متقي له اسحاق ډار سره ټیلفوني اړیکه نه ده کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/06

په فرضي کرښه د اسلامي امارت ځواکونو له انتقامي بريدونو راهيسې، د پاکستان لوړ پوړو چارواکو د کابل پر وړاندې ادعاوو ته مخه کړې او تازه يې بهرنيو چارو وزير پارلمان ته ويلي چې د جګړې پرمهال يې په يوه ورځ د افغانستان بهرنيو چارو له وزير سره ۶ ځله ټليفوني خبرې کړې دي.

اسحاق ‌ډار د خپلې ادعا له مخې د يادو اړيکو هدف نه دی روښانه کړی، خو د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د متواترو اړيکو په اړه د نوموړي ادعا بې اساسه بولي.

دې وزارت ويلي، د وروستيو لانجو پرمهال اميرخان متقي له اسحاق‌ ډار سره د ستونزې حل په موخه يوازې يو ځل ټليفوني خبرې کړې، نه هغسې لکه اسحاق ‌ډار چې ويلي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمدضیا تکل وايي: « د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کي شپږ ځله اړیکه نیولې، له واقعیت څخه لرې دي. د حقیقت له مخې، د دواړو لورو تر منځ لومړۍ ټیلیفوني اړیکه د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شوې وه. په دې تماس کې ښاغلي اسحاق ډار له وضعیت څخه د ناخبرۍ څرګندونه کړې وه او ویلي یې وو چې د بشپړې خبرتیا وروسته به تماس نیسي.»

نوموړي د پاکستان لوړ پوړي ډېپلومات په توګه د اسحاق‌ډار دا ډول څرګندونې د اړيکو په زيان بولي او د متقابل احترام په اړه يې د اسلامي امارت پر دريځ ټينګار کړی.

دې ستونزې ته د شنونکو پام هم ور اوښتی او له امله يې پاکستاني چارواکي بې ثباته ګڼلي. د دوی په خبره، پاکستاني چارواکي په ورته څرګندونو سره په لوی لاس د ستونزو زياتولو هڅه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « دا خبرې که د هر پاکستاني له خوا کېږي، هڅه کوي خپل ځان ته برائت ورکړي او نړۍ ته وښيي چې له افغانستان سره خبرې کوي، خو افغانستان خبرو ته نه کېني، حال دا چې پاکستان د نړۍ له هغو درواغجنو او مکارو هېوادونو څخه دی چې نړۍ هم ورسره ستونزه لري.»

د چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « دا خبرې د داخلي مصرف لپاره دی، ترڅو د خلکو اعتماد خپل کړي. خو افغانان باید په دې خبرو غلط نه شي او مذاکراتو ته ادامه ورکړي.»

ځينې نور بيا دا ډول څرګندونې د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په توګه تلقي کوي او له همدې امله له حکومت غواړي چې د پاکستان پر وړاندې په خپل دريځ کلک ودرېږي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « دا د ملامتۍ لوبه چې پاکستان په دې وروستیو کې پيل کړې، نه یوازې د پاکستان په ګټه نه ده بلکې سیمه نا امنه کوي. ښه به دا وي چې دواړه لوري پر حقایقو خبرې وکړي او پاکستان د افغانستان له ملامتولو لاس واخلي.»

د چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زما په اند د دې ډول څرګندونو لامل یوازې توطئیه او دسیسې دي او غواړي د افغانانو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي یا داسې اوازې خبري کړي چې اسلامي امارت لا هم پاکستان سره په تماس کې دی؛ خو وروستیو واقعیتونو دا وښودې چې دا هرڅه دروغ دي.»

له دې وړاندې د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف هم د افغانستان په اړه ځينې ګواښوونکې څرګندونې کړې وې، خو کابل يې څرګندونې د غبرګون وړ نه بولي او پر وړاندې يې بې تفاوتي غوره کړې. د بهرنيو چارو وزير په توګه د اسحاق ‌ډار څرګندونو شنونکي اندېښمن کړې او وايي، ښايي د پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې د خپل عادت له مخې لومړی او وروستی ځل نه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist