د هوا له سړېدو سره سم، په کابل ښار کې د سون توکو بيې هم لوړې شوې او خلک شکایت کوي چې سوداګر په دا توکي په خپل زړه پلوري.
دوی وايي، د تېرو کلونو په پرتله يې اقتصادي وضعيت خراب شوی او نور نه شي کولی په لوړه بيه سون توکي وپېري. دوی له حکومت غواړي د سون توکو پر بيو څارنه زیاته کړي او د خلکو اقتصادي ستونزې دې په پام کې ونیسي.
د کابل موسهي ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: « سږ کال د لرګیو قېمتونه جګ شوي او غره په هر خروار کې تر ۳ زره ۵۰۰ افغانیو لوړوالی راغلی، همدارنګه په نورو لرګیو کې هم د هر خروار په کچه له زر تر یو زر پنځه سوو توپير راغلی.»
د کابل ولایت یو بل اوسېدونکی وايي: « له حکومت غوښتنه کوو چې لرګیو ته نرخونه وټاکي او د هر ډول لرګي بیه معلومه کړي. همدا لرګي په ۷۰۰۰ افغانۍ وو، خو سږ کال په ۱۱۰۰۰ دي. دلته هرڅوک په خپل سر نرخونه وضع کوي، حکومت باید د دې کار مخه ونیسي او واحده نرخ نامه ورکړي.»
د سون توکو په ځانګړي توګه د لرګيو پلورونکي د بيو لوړوالي لامل د حکومت له لوري له ولايتونو څخه کابل ته د لرګيو پر لېږد بنديز يادوي او زياتوي، که حکومت کابل ته د لرګیو د انتقال اجازه ورکړي، بيې به خپله راټيټې شي.
د سون توکو یو تن پلورونکی وايي: « د لرګیو د نرخ په اړه باید ووایم چې د اسلامي امارت له بندیزونو سره کال په کال نرخونه پورته ځي. له تېر کال راهیسې د بلوط لرګیو ۲ زره افغانۍ توپیر کړی او ګران شوي.»
د کابل ښار په څنډه کې یو تن لرګي پلورونکی وايي: « دا واقعیت دی چې د لرګیو نرخ د هر کال په تېرېدو سره لوړ ځي. لومړی لامل یې دا دی چې له ولایتونو څخه د لرګیو راوړل بند دي. موږ ته د ښاروالۍ له خوا کوم نرخ نه دی راغلی او دا نرخونه موږ خپلو لګښتونو ته په کتو ټاکلي.»
د کابل ښاروالي د خلکو شکايتونو په ځواب کې وايي، هېڅ سوداګر او هټۍ وال دا حق نه لري چې سون توکي په لوړه بيه وپلوري. د ښاروالۍ د مسوولانو په خبره، د ۳۰ قلمه توکو نرخ نامې وېشل شوې دي چې سون توکي هم په کې شامل دي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وايي: « څلور کاله کېږي چې کابل ښاروالي په ښار کې نرخپاڼې وېشي او په ټول ښار کې د اجراء وړ دي. په دې نرخپاڼه کې شاوخوا ۳۰ قلمه لومړني توکي شامل دي او د ښاوالۍ ټول ټیمونه یې له پلي کېدو څخه څارنه کوي. هېڅوک حق نه لري چې له نرخپاڼې پورته توکي وپلوري.»
که څه هم د ښاروالۍ مسوولان د سون توکو پلورونکو ته د نرخ نامو د ورکړې خبره کوي، خو د لرګیو پلورونکي وايي، تر اوسه يې د ښاروالۍ له خوا هېڅ ډول نرخ پاڼې نه دي ترلاسه کړي.