د ملي دفاع وزارت له ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه ۴۰۰ تنه سرتېري د نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته عملاً د هېواد او ولس د خدمت په موخه فارغ شول.
مسوولین وایي، د افغانستان دفاع وزارت ژمن دی چې د هېواد او ولس په خلاف د هر ډول یرغل د مخنیوي او دفاع په موخه د یوې اسلامي او مجهزې روزل شوې اردو جوړولو برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو ویاند عبدالحق فدا وايي: « دا مجاهدین او سرتېري به د زون په سطحه د قول اردو له اړوند ساحې، لېوا ګانو او کنډونو راټولېږي او هرو درېیو میاشتو کې به له پنځو تر شپږو سوو او زرو تنو پورې مجاهدین راځي او درې میاشتنۍ زده کړې به ترسره کوي.»
په ورته وخت کې تازه فارغ شوي سرتېري ژمنه کوي چې د هېواد د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته تیاري دي او په هر ګوټ کې به د اسلامي نظام، هېواد او ولسونو د خدمت په موخه ورسپارل شوي مسوولیتونه په پوره مېړانه، صداقت او وفادارۍ مخ ته وړي.
فارغ شوی سرتېری عبیدالله وايي: «که شپه او که ورځ، موږ به د خپلو آمرینو اطاعت کوو. موږ به خارجي او داخلي دښمن ته دا موقع ورنه کړو چې زموږ پر ولس، دین او حریم باندې تېری وکړي.»
تازه فارغ شوی سرتېری عتیق الله وايي: « زموږ په درسونو کې عقیدتي درسونه، د سپکو او درنو ولسو د کارونې او انجینري درسونه شامل وو.»
تازه فارغ شوی سرتېری اسماعیل حقاني وايي: « موږ به هېڅکله د ولس په خدمت کې غفلت ونه کړو او د هېواد ساتنې لپاره له سره تېر یو.»
مسوولین وایي، له ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه دا تازه فارغ شوي ۴۰۰ مسلکي سرتېري به د هېواد د دفاع او خلکو د امنیت ساتنې په موخه د فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو ولایتونو خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې دندو ته ولېږل شي.