په وروستیو درېیو کالو کې سختو زلزلو د افغانستان څلور برخې ولړزولې چې له کبله یې درانه ځاني او مالي زیانونه خلکو ته واوښتل.
ورته مرګونې زلزلې يو وار بيا د شنبې په شپه په سمنګان او بلخ کې تر نورو زيات زيانونه اړولي دي. د راپورونو له مخې، په بغلان، کندوز او بدخشان کې هم زلزلې مالي زيان اړولي دي.
پوښتنه دا ده چې افغانستان کې دومره ډېرې زلزلې ولې کېږي؟
د ځمک پېژندونکو له نظره، زلزلې هغه مهال کېږي چې د ځمکې د سطحې جوړونکو ټېکټونیکي صفحو یا پلېټونو په اوږدو کې ناڅاپي خوځښت راشي.
دوی دغه خوځښت د فالټ لاينز په نوم چې د ځمکې په لاندینۍ برخه کې درزونه او ماتېدونکې کرښې دي، د ماتېدو له امله بولي او په خبره يې له دې امله د ځمکې د سطحې پلېټونه په حرکت راځي او له يو بل سره ټکر کوي.
د ځمک پېژندنې کارپوه طایب شاه برلاس وايي: « موږ د مدترانې سنټر په زلزله خېزه سیمه کې پراته یو، یعنې دا چې د هند پلېټ چې د همالیا او الپ پر غرونو بار دی، هر کال د مرکزي اسیا پلېټ د بدخشان غرونو په څنډه کې وهي او غواړي هلته ور تېر شي. د هند پلېټ هر کال له ۲۹ تر ۳۹ میلي مټرو پورې غواړي مخکې تېر شي، خو د بدخشان غرونو کمربند او دغه راز البرز او سپین غرونه یې د مخکې تګ مخه نیسي.»
افغانستان زلزلو ته ځکه ډېر مناسب دی چې د ځمک پوهانو په خبره پر بېلابېلو فالټ لاینونو پروت دی او د هند او اېرواېشا پلېټونه همدلته سره یو ځای کېږي.
د امریکا د جيولوجيکي سروې اداره وايي، د افغانستان په شمال کې زلزله د ځمکې له سطحې شاوخوا ۱۰ کيلومتره ژوره وه. د دې زلزلې ټکانونو د افغانستان ګاونډيو هېوادونه کې هم احساس شوي.
د ځمکپېژندنې کارپوه انجینر محمود امین وايي: « د زلزلې لامل دا دی چې د ځمکې کره له ټوټو څخه جوړه ده او دا ټوټې تل د حرکت په حال کې دي. افغانستان چې د ځمکې په کومه ټوټه پروت دی، دېته اېنډین ټوټه وايي. زلزلې معمولا ً دوه ډول موجونه لري، لومړی او دویم موج. دویم موج په دې پورې اړه لري چې زلزله څومره لرې یا ژوره ده.»
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې کله ناکله په کې سختې او مرګونې زلزلې کېږي. دا په افغانستان کې په تېرو درېيو کلونو کې د رېښتر په کچه څلورمه لویه زلزله ده چې کېږي.
درې کاله مخکې د ۲۰۲۲ کال په جون کې په پکتیکا کې زلزله، له هغه یو کال وروسته د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې په هرات او شاوخوا دوې میاشتې وړاندې په کونړ کې مرګونې زلزله یې وروستۍ هغه وه چې زرګونه کسانو ته یې ځاني او مالي زیانونه واړول.
د پوهنتون استاد نقیبالله ځاځی وايي: « د ښار او کور جوړولو وزارت او نور اړوند ادارې مکلف دي چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې جوړېدونکو ودانیو څارنه وکړي، د دې لپاره قانون جوړ او پلی کړي؛ ترڅو ودانۍ د زلزلو په مقابل کې مقاومې جوړې شي.»
یو شمېر انجنيران وايي، جاپان او د سوېلي امریکا هېوادونو کې له افغانستان ډېرې زلزلې کېږي، خو په خبره يې افغانستان ځکه زیانګالی دی چې ودانۍ یې د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري.
دوی زیاتوي، په افغانستان کې ودانۍ معمولا له خټینو خښتو او لرګیو جوړې شوي او یا په کې کمزورې سیمنټ کارول کېږي.
د پوهنتون استاد نقیبالله ځاځی په دې اړه وايي: « افغانستان کې ودانۍ کمزورې جوړېږي، محلي ساختماني مواد په کې کارول کېږي، یا له خټو، خامو خښتو او غیر منظمو ډبرو کار اخیستل کېږي. دا د دې لامل کېږي چې ودانۍ کمزورې جوړه شي او د زلزلې په معمولي ټکانونو هم ونړېږي.»
د افغانستان په غرنیو سیمو کې د زلزلو له امله ځکه ډېره ویجاړي رامنځته کېږي چې ځمک ښوېیدنې په کې پېښېږي.
دغه ځمک ښوېیدنې وخت ناوخت کلي او کورونه لاندې کوي او د سیندونو بهېدو لوري بندوي چې په پایله کې یې سیلابونه راځي.
ځمک ښوېیدنې د لارو او ګودرونو د بندېدو لامل هم کېږي چې زیانمنو سیمو ته د مرستو او مرستندویانو رسېدل له ستونزو سره مخامخوي.