Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هېواد شمال کې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د هېواد شمال کې زلزلې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/04

له هرات، پکتیکا، لغمان، ننګرهار او کونړ وروسته، خونړۍ زلزلې دا ځل سمنګان، بلخ، بغلان، کندوز او بدخشان ولایتونه لړزولي.

د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې مرکز چې د شنبې په شپه ناوخته يې په يادو ولايتونو کې ټکانونه احساس شوي، د سمنګان خلم ولسوالۍ اړوند سیمه ښودل شوې.

د عامې روغتيا وزارت له لوري خپاره شوي لومړني معلومات ښيي چې په ټوله‌ييزه توګه د زلزلې له امله ۵۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « د تېرې شپې زلزلې له کبله د هېواد په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه سمنګان او بلخ ولایتونو کې نږدې ۵۳۴ تنه هېوادوال ټپیان شوي، البته د ۲۰ په شاوخوا کې هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی. دا معلومات او ارقام ابتدايي دي، ځکه چې ځینې ټپیان خصوصي روغتونونو ته وړل شوي او ځینو نورو ته په سیمه کې د روغتیايي ټیمونو له خوا روغتیايي خدمات وړاندې کېږي. د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ له خوا د اړوند ولایتونو له مسوولینو سره خبرې شوې او اړینې سپارښتنې ورته شوې. همدارنګه اړینو درمل او کېټونه هم په وخت اړوند ولاتیونو ته رسول شوي او لا هم هڅې روانې دي چې وکولی شو د پېښې ټپیان معالجه او هلته له پېښېدونکو ناروغیو مخه ونیسو.»

زلزلې له نورو سيمو ډېر د سمنګان خلم ولسوالۍ ته زیانونه اړولي. د حکومت اړوند ادارو، ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو دې سیمې ته د روغتیايي او خوراکي توکو پر رسولو سربېره د لنډ مهالې مېشتېدنې اړوند توکو رسول هم پيل کړي.

ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د زلزلې په تړاو له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې زیانمنو شویو سیمو ته یې د ژغورنې او مرستو رسولو ټیمونه رسېدلي دي.

کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي: « یوازې څو اوونۍ وروسته له هغې مرګ‌ ژوبلې لرونکې زلزلې چې د افغانستان ختیځ ته یې زیان ورسول، اوس د دې هېواد شمال د یوې بلې زورورې زلزلې له امله لړزول شوی دی. زموږ ټیمونه او همکاران په سیمه کې موجود دي، ترڅو اړتیاوې و ارزوي او بېړنۍ مرستې ورسوي. موږ د اغېزمنو ټولنو تر څنګ ولاړ یوو او اړینه مرسته به ورسره کوو.»

همدارنګه افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر ویلي: « د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولي د تېرې شپې د مرګ‌ ژوبلې لرونکې زلزلې له امله، په ځانګړي ډول د افغانستان په شمالي ولایتونو بلخ او سمنګان کې، ژوره خواشیني څرګندوي. اروپایي ټولنه د قربانیانو کورنیو ته خپله خواخوږي وړاندې کوي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.»

د دې زلزلې ارقام هره شېبه د لوړېدو په حال کې دي او سیمې ته د مرستې رسولو لړۍ د نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لوري هم پیل شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا وايي: « یوې زورورې زلزلې چې شدت یې ۶.۳ درجې و، د دوشنبې په شپه شاوخوا یوه بجه د افغانستان شمالي سیمې ولړزولې. د لومړنیو راپورونو له مخې، تر اوسه لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه او له ۱۵۰ ډېر ټپیان دي. دا شمېرې کېدای شي لا زیاتې شي. د بشري مرستو همکارانو سیمې ته د مرستو رسولو چارې پیل کړې دي.»

زلزله کې د مرګ ژوبلې له امله نړیوال غبرګونونه هم ښودل شوي. په کابل کې ځینو سفارتونو هم په دې تړاو خواخوږي څرګنده کړې او د مرستو رسولو ډاډ یې ورکړی.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي: « د تل په څېر به د ایران اسلامي جمهوریت د سختو شرایطو په وخت کې د افغانستان خلکو ترڅنګ ولاړ وي او د افغانستان له چارواکو سره د مشورې او د پېښې او خلکو په اړه د اړتیاوو وړ پر جزئیاتو له پوهېدو وروسته به اړینې مرستې ترسره کړي.»

همدارنګه کابل کې د جاپان شارژدافېر کنیچي ماساموتو ویلي: « زه هیله لرم چې د ژغورنې او لټون چارې ژر تر ژره ترسره شي او هغه کسان چې اغېزمن شوي، ژر روغ رمټ شي. جاپان د وضعیت څارنه کوي او له اغېزمنو شویو خلکو سره مرستې ته چمتو دی.»

په کابل کې ترکیې سفارت هم غبرګون ښودلی او وايي: « دوست او ورور افغان ولس ته تسلیت وایو، وفات شویو ته له الله تعالی څخه مغفرت، ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوو.»

له سمنګان ور هاخوا بلخ، بغلان او کندز هم د دې زلزلې له ټکانونو په امن نه وو. د معلوماتوله مخې، په مزار شریف کې د روضې شريفې زیارت هم د زلزلې له امله زیانمن شوی.

په ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي هم د زلزلې له امله خواشیني څرګنده کړې او د زیانمنو شویو کورنیو لپاره یې تسلیت وړاندې کړی.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي: « زه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله ډېر خواشینی یم. دغې زلزلې بلخ، سمنګان او شاوخوا سیمو ته زیان رسولی. ډېر خلک مړه او ډېر نور ټپیان دي.»

همدارنګه د کرېکټ ملي لوبغاړو هم له زيانمنو شویو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو لپاره یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې.

د کرېکټ ملي لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل ویلي: « یوازې دوې میاشتې وروسته له هغې ویجاړوونکې زلزلې چې ختیځ ته یې زیان ورساوه، هېواد یو ځل بیا له مرګ ‌ژوبلې او کړاو سره مخ دی. د ټپیانو او شهیدانو لپاره دعا کوم.»

د سمنګان خلم له ولسوال عبدالقادر حامد سره مو په ځلونو اړیکه وکړه، ترڅو د وضعيت په اړه وروستي معلومات شري کړي، خو اړيکې يې ځواب نه کړې. ځيني حکومتي ادارې وايي، له پېښې وروسته د سمنګان خلم ولسوالۍ ته مرستې رسول شوې دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي اداره وايي: « د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ د سمنګان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست نن سهار د زلزلې له امله زیانمنو شویو کسانو ته د مرستې او رسېدنې بهیر پیل کړی. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، هغو ۱۱ ټپیانو ته چې په دې پېښه کې سخت ژوبل شوي وو، هر یوه ته ۱۰ زره افغانۍ نغدي مرستې ورکړل شوې ده.»

حکومت بیا له زلزله ځپلو سره پر خواخوږۍ سربېره اړوند ټولو ادارو ته امر کړی چې زيانمنو شویو سيمو ته د مرستو پر رسولو سربېره د ژغورنې عمليات هم چټک کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: «په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې تیره شپه په سمنګانو، بلخ، بغلان، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې د زلزلې له امله زموږ یو شمیر افغانان شهیدان او ګڼ شمیر ټپيان شوي، ډیری کورونه هم نړېدلي او مالي زیانونه اوښتي دي، انالله و اناالیه راجعون. اسلامي امارت له متأثره شویو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، شهیدانو ته فردوس جنت، ټپيانوته عاجله شفا غواړي، کورنیو او خپلوانوته يې تسلیت وايي. همدا ډول د اسلامي امارت اړوندو مسئولینو په شمول ټولو مربوطه اداروته لارښونه کیږي چې هرڅه ژر سیمې ته خپلې طبي، خوراکي او نورې مرستې ورسوي.»

له دې وړاندې د ۲۰۲۲ کال په اکټوبرمیاشت کې د پکیتکا برمل او ګیان ولسوالۍ مرګونې زلزلې ولړزولې چې څه باندې ۱۰۰۰ کسان په کې شهیدان او زرګونه نور ټپیان شول.

بیا د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې د هرات ولایت زنده جان ولسوالي مرګونې زلزلې ولړزوله چې نږدې ۲۰۰۰ کسان په کې شهیدان شول، له دې مرګونې زلزلې وروسته تقریبا دوه میاشتې وړاندې کونړ، ننګرهار او لغمان ولایت کې زلزلې شاوخوا ۲۳۰۰ کسان شهیدان او له ۳ تر ۴ زره پورې کسان ټپیان کړل. د بلخ، سمنګان، بغلان او کندز ولایتونو د مرګ ژوبلې ارقام لا وروستي نه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist