Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوو د تحلیل په موخه علمي-سیاسي ناسته جوړه شوه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوو د تحلیل په موخه علمي-سیاسي ناسته جوړه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/04

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې لا هم له سیاسي او اقتصادي کړکېچونو ډکې دي، هرات کې یو شمېر شنونکو د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو رامنځ ته شویو ترینګلتیاوو د تحلیل په موخه علمي_سیاسي ناسته جوړه کړه. په دې ناسته کې پر افغانستان د یاد هېواد وروستي بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلل شوه او افغانستان یې پر وړاندي د دفاع حقدار وګاڼه.

هرات کې د متخصصانو شورا رییس محمد رفیق شهیر وايي: « موږ غواړو له پاکستان سره د متقابل احترام پر بنسټ ښې اړیکې ولرو، خو له هېڅ امله سپک او تحقیرآمیز سیاستونه نه منو. موږ امېد لرو چې اسلامي امارت داسې پالیسۍ خپلې کړي چې له دې وروسته د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مخربو لاسوهنو مخه ونیسي.»

د پوهنتون استاد عتیق الله رحیمي وايي: « پر افغانستان د پاکستان بریدونه مشروع او قانوني نه وو بلکې د ملګرو ملتونو له اجازې او منشور پرته ترسره شول. د مشروع دفاع په اړه له کره اسنادو پرته هېڅ یو هېواد نه شي کولی پربل هېواد برید وکړي. پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وه او افغانستان هم حق لري چې په سیمه کې له خپلو ګتو دفاع وکړي.»

کارپوهان ټینګار کوي چې اسلامي امارت دې اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي غوره کړي. د دوی په باور، افغانستان کې سیاسي او امنیتي ثبات د سیمي او نړۍ په ګټه دی او کولی شي د هېوادونو اقتصادي ګټې له یو بل سره وتړي.

د پوهنتون استاد علي رضا کارګر وايي: « د افغانستان ثبات کولی شي نورو هېوادونو ته هم ګټې ولري. که فرض کړو چې د ټاپي پروژه په افغانستان کې بشپړه شي، خو لا هم باید په پاکستان او  هندوستان کې پلې شي. دا هغه وخت کېدای شي چې افغانستان کې ثبات وي.»

د پوهنتون استاد جواد امیري وايي: « لومړنی مسئله چې اغېز مني، هغه اقتصادي مسئله ده. موږ نه شو کولی ووایو چې موږ به په امن کې یو، خو دا مسئله دوه اړخیزه ده، شاید یوې خوا ته یې فیصدي لږه یا ډېره وي. دواړه غاړې له جګړو اغېزمنېږي.»

له بلې خوا، هرات کې د بهرنیو چارو وزارت ریاست مسوولین  وایي، د چارو کارپوهانو او متخصصانو د مشورو پر بنسټ به د افغانستان بهرنی سیاست تنظیم شي.

د هرات بهرنیو چارو ریاست مرستیال رحمت الله فیضان وايي: « د متخصصینو له خوا ډېر ښه نظریات وړاندې شول او د بهرنیو چارو وزارت ته ډېرې ګټورې نظریې ورکړل شوې. زه باور لرم چې د همدې نظریو او مشورو په رڼا کې زموږ بهرنۍ پالیسي او ډېپلوماسي عیاره شي.»

دا ناسته داسې مهال ترسره شوه چې د پاکستان پوځي رژیم له یوې میاشتې راهیسې له افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړلې دي او یوازې له دې هېواده راستنېدونکو کډوالو ته یې د راتګ اجازه ورکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist