۵۵ کلن بادام چې اصل کې د لغمان اوسېدونکی دی او په خبره یې د پاکستان په پنجاب ایالت کې یې ژوند کاوه وايي، پاکستاني پولیسو ورسره ناسم چلن کړی او په داسې حال کې یې خپله کډه بار کړې چې د کور نیم وسایل ترې پاتې او د ۲۰ میلیونه پاکستانیو روپیو کور یې له مجبوریته په ۸ میلونه روپیو خرڅ کړی دی.
د ده په خبره، پاکستان کې د کډوالو پر وړاندې د دې هېواد د پولیسو چلن تر پخوا څو برابره له افغانانو سره سخت شوی.
له پاکستان تازه راستون شوی بادام وايي: « ما په پنجاب کې ډېر وخت تېر کړی، هلته مې دوکانونه، موټر او نورې شتمنۍ وې. هرڅه رانه پاتې شول او پولیسو دومره ظلم راسره وکړ چې هېڅوک یې چا سره نه کوي. زما پيسې، شتمنۍ او ټول حساب کتاب هلته پاتې شول. ما د ۲۰ میلیونه کور په ۸ میلونه خرڅ کړ.»
د بادام په خبره هېواد ته په راتګ خوښ دی او په خبره یې ټول افغان کډوال باید په عزت سره خپل هېواد ته را ستانه شي او د هېواد په ابادۍ کې پانګونه وکړي.
له کډوالۍ راستون شوی بادام وايي: « زه له نورو کډوالو هم غواړم چې خپل وطن ته راشي، ځکه دلته اوس امن دی. خپل وطن، ګل وطن؛ زموږ غوندې وطن هېڅ ځای نه شته.»
په ورته مهال، تورخم کې د کډوالوعمري کمپ مسوولین وايي، امکان شته چې د کډوالو را روانه څپه کې د راستنېدونکو شمېر تر پخوا زیات شي، ځکه یې چمتو والی تر پخوا ډېر کړی.
مسوولین وايي، د کډوالو د را روانې څپې مدیریت په برخه کې مرستندویه ادارو او موسسو هم د همکارۍ ډاډ ورکړی.
تورخم کې د عمري کمپ مسوول محمد هاشم میوند وال وايي: « په مجموع کې ټولې کمېټې تر پخوا ښې چمتو دي، ځکه موږ له دې څپې ډېره وېره لرو او اټکل کوو چې دا څپه به تر نورو یو په درې زیاته وي. موږ ورته چمتوالی لرو او نړیوالو موسسو هم چمتوالی ښودلی او وايي، خپل امکانات او پرسونل به درې برابره زیات کړي.»
د یادونې وړ ده چې د روانې شنبې په ورځ پاکستاني لوري له نږدې یوې میاشتې لارو تړلو وروسته د کډوالو د را اوښتلو لپاره خلاصه کړه او سلګونه هغه کډوالې کورنۍ چې له فرضې کرښې هاغاړه بند پاتې وې، هېواد ته را ستنې شوې.