هرات کې د سعوودي عربستان اړوند ملک سلمان بنسټ له خوا ایران څخه ۱۰۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته یو لړ خوراکي مرستې ووېشل شوې.
د یاد بنسټ مسوولان وایي، په دې مرستو کې اوړه، بوره، لوبیا، وریجې او غوړي شامل دي چې له ژمي وړاندي کډوالو ته د لومړنیو اړتیا وړ خوراکي توکو برابرولو په موخه وېشل کیږي.
د توحید موسسې مرستیال شاه ضمین هلال وايي: « موږ نن ورځ په هرات ولایت کې له ایران څخه راستنېدونکو کډوالو ته ۱۰۰۰ بستې مرستې وېشو. په دې مرسته کې پنځه قلمه خوراکي توکي شامل دي. موږ له دې وړاندې هم هرات کې ۲۰۰۰ بستې خوراکي مرستې وېشلې وې.»
په ورته مهال، د هرات ځایي مسوولان وایي د روان کال له پیل څخه تر اوسه ۱.۶ میلیون کډوال له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي چې د ژمي رانږدې کېدو سره څه باندي ۹۰ سلنه هغه یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د هرات کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالحمید زهیر وايي: « کولی شم ووایم چې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو له ډلې تر ۹۰ سلنو زیات یې جدي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. له بلې خوا، د ژمي فصل هم را روان دی او په دې فصل کې اړتیاې لا ډېرېږي؛ دا کسان باید تر مراقبت لاندې ونیول شي او لاسنیوی یې وشي.»
له بلې خوا، له ایران څخه راستانه شوي کډوال وایي، دا چې ټول شته یې یاد هېواد کې ترې پاتې شوي او خالي لاسونه هېواد ته راستانه شوي دي، د ژمې موسم کې د سرپناه نه لرلو له امله اندېښمن دي او همداراز له حکومت څخه د کاري زمینې برابرېدو غوښتنه کوي.
له ایران راستون شوی فضل احمد وايي: « دوې میاشتې کېږي چې له ایران څخه راغلی یم او تر اوسه بې کاره ګرځم. د کور وسایل او حتا نغدې پیسې مې هم ایران کې پاتې شول، سخت مساعدت ته اړتیا لرم.»
له ایران څخه راستون شوی کډوال سید هادي وايي: « فعلا ً وزګار یم او له اسلامي امارت توقع لرم چې د کار زمینه راته برابره کړي. زما اقتصادي وضعیت سخت خراب دی، هم استوګنځای او هم کار ته اړتیا لرم.»
دا په داسي حال کې ده چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت شمېرو له مخې تېرو ۷ میاشتو کې ۲ میلیونه او ۲۲۸ زره کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.