Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټرافیکي نښو نه شتوالی ښارونو او لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو یو لامل دی

د ټرافیکي نښو نه شتوالی ښارونو او لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو یو لامل دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/30

کابل ښار، هغه ځای چې هر سهار يې رګونو ته په ورته سړکونو کې زرګونه موټر تګ راتګ پيلوي، خو د خلکو شکايتونو له مخې، په دې ښار کې د موټر چلوونکو له لوري ټرافيکي قوانينو ته کمه پاملرنه د دې سبب شوې چې ټرافیکي پېښې او بې نظمي زياته شي.

د دې ښار له ځينو سیمو د ګڼه ‌ګوڼې او موټروانانو بې نظمۍ له امله بېرته راوتل، ستر زړه او حوصله غواړي.

په میوند جاده کې ټرافيک پوليس شته، خو د ګڼې ګوڼې له امله اړ کېږي چې موټر چلوونکو ته په خلاف لاس د وتلو اجازه ورکړي.

د کارته مامورین یا پولیتخنیک درې لارې کې هم ورته وضعيت دی او موټر چلوونکي ټرافيکي اشارو ته د کتلو په ځای،  له قانوني وېرې پرته په ډاډ زړه په غيري اصولي لار د وتلو هڅې کوي.

خو د ښار په ځينو سيمو کې د نظم نه مراعتولو لامل ښايي غير فعالې ټرافيکې اشارې هم وي او له خلکو سره دا پوښتنه پيدا کېږي چې دلته د بې نظمۍ مسوول ټرافيک پولیس که موټروانان دي؟

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « د کابل د څلور لارو اشارې اکثریت خرابې دي، که دا اشارې فعالې شي، نظم خپله راځي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: « ټرافیکي اشارې باید فعالې شي او لږترلږه د پلازمېنې بیروبار کم شي. همدارنګه هغه موټر چلوونکي باید سخت جریمه شي چې له ټرافیکي اصولو سرغړونه کوي.»

موټر چلوونکي خپله پړه پر ټرافيکو اچوي او وايي، ټرافیک پولیس د نظم خونديتوب په موخه خپل مسووليت نه ترسره کوي. خو ځيني نور بيا خپله موټرچلوونکي ګرموي او وايي، ټرافيکي اصولو ته پابند نه دي.

د کابل ښار یو تن موټر چلوونکی وايي: « ټرافیکي نښې نه شته، څراغونه خراب دي او بیروبار زښت زیات دی. حکومت باید ټرافیکي نښې ولګوي او موټر چلوونکي یې مراعات کړي، ترڅو بیروبار کم او د خلکو ستونزې هوارې شي.»

د کابل ښار یو بل موټر چلوونکی وايي: « په څلورو لارو کې ډېره ګڼه ګوڼه ده، ټرافیکي نښې نه شته او ډېر کله ټرافیک پولیس هم نه وي.»

که څه هم د کابل ښار په ځینو سیمو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره هوايي پلونه جوړ شوي، خو خلک پر دغو پلونو نه تېرېږي بلکې د سړک په منځ کې له یوې غاړې بلې ته اوړي او په دې توګه د ټرافيکې پېښو او ګڼه ګوڼې سبب کېږي.

بل پلو، په لويو لارو کې بيا د ټرافيکي نښو کموالي هم د موټرچلوونکو شکايتونه زيات کړي او په لويو لارو کې د ډېر ټرافيکي پېښو لامل د يادو نښو نه شتوالی یا کموالی يادوي.

د کابل جلال‌اباد لويې لارې موټر چلوونکی وايي: « زه له حکومت غوښتنه کوم چې ټرافیکي نښې جوړې کړي، که څه هم ځینو ځایونو کې شته، خو باید په ټوله لاره فعالې شي.»

د کابل جلال اباد لویې لارې یو بل موټر چلوونکي وايي: « د لویې لارې په ځينو ځایونو کې جمپونه او موړونه اچول شوي، کله چې تېر رفتار موټر پرې راشي، نو حادثه وکړي.»

د کابل ـ کندهار لويه لاره هم ورته ستونزې لري او د خلکو په خبره، په ټوله لاره کې د ټرافیکي نښو کموالي له امله د خونړيو ټرافيکي پېښو شاهدان دي.

موږ دا ټولي ستونزې او د حل لپاره يې د خلکو وړاندیزونه د کابل ټرافیکو رياست له چارو واکو سره شریک کړل، خو تر درېيو ورځو انتظار سربېره يې هم زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي
افغانستان

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي
افغانستان

منصور: ملي او نړیوالې موسسې باید پراختیايي پروژې له وزارت سره په همغږۍ پلې کړي

فبروري 2, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

کډوال: پاکستاني پولیس له خبرتیا پرته د افغانانو پر کورونو چاپې وهي

فبروري 2, 2026
برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي
افغانستان

برادر: ترکمنستان دې د هرات – تورغونډۍ رېل کرښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

فبروري 2, 2026
له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

خوست کې د سرطاني ناروغیو تشخیص پرمختللی لابراتوار پرانستل شو

فبروري 2, 2026
ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

ختیځ کې د ګوزڼ ۴ ورځني کمپاین پرمهال ۱.۴ میلیونه ماشومان واکسین کېږي

فبروري 2, 2026
د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديه له حکومت د خپلو ستونزو حل غواړي

فبروري 2, 2026
تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

تحریک انصاف ګوند: د پاکستان اساسي قانون د سقوط په درشل ولاړ دی

فبروري 2, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مصنوعي نشه يي توکو مصرف په زیاتېدو دی

فبروري 2, 2026
سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

سیاسي ګوندونه: د پاکستان پوځ له څو لسیزو راهیسې د بلوڅانو ځورونې پالیسي پلې کوي

فبروري 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist