Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ترکیې او ازبېکستان له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ او تعامل ټینګار کړی

ترکیې او ازبېکستان له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ او تعامل ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/25

د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي ناسته چې د سې ‌شنبې په ورځ پيل شوې، په کې پیلنۍ ویناوې یې په غزې کې د کړکېچ، اوکراين جګړې او اقلیمي بدلون پر مسايلو ورټولې وې.

خو همدې ناستې ته خبرو کې د ازبېکستان او ترکیې ولسمشرانو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ او تعامل ټینګار کړی. د ترکیې ولسمشر د افغانستان له حکومت غوښتي چې د افغاني ټولنې له اړتیاوو سره سم عمل وکړي.

رجب طیب اردوغان له افغانستان سره د همکاریو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ مهم بللی. نوموړي زیاته کړې: « تمه لرو افغانستان به د خپلې ټولنې اړتیاوو ته په کتو عمل وکړي. همدارنګه نړیواله ټولنه باید د افغانستان خلک د بیارغونې په هڅو کې یوازې پرېنږدي. ترکیه به تل له خپلو افغان وروڼو او خویندو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د ترکیې ترڅنګ ازبېکستان هم د سیمه ییز او نړیوال ثبات لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د همکاريو دوام اړین ګڼلی. د دې هېواد ولسمشر د تاشکند له خوا په افغانستان کې د اقتصادي او بنسټیزو پروژو پلي کولو په برخه کې د همکاریو ډاډ ورکړی.

د ازبېکستان ولسمشر شوکت میرضيایف ویلي: « کله چې د سیمه ‌يیز او نړیوال امنیت او پرمختګونو په اړه خبرې کوو، نو د افغانستان پر مسئلې سترګو پټول امکان نه لري. د باثباته او سوله ‌ییز ژوند لپاره د افغانانو د هیلو ملاتړ د نړیوالې ټولنې مشترکو هڅو ته اړتیا لري. زه غواړم په دې ټینګار وکړم چې د دې هېواد له منزوي کېدو مخنیوی ډېر مهم دی او موږ به په دې هېواد کې پراخې اقتصادي او بنسټیزې پروژې پلې کړو.»

په ورته مهال د افغانستان حکومت په ملګرو ملتونو کې د ترکیې او ازبېکستان ولسمشرانو د دریځ هرکلی کړی او په افغانستان يې کې ثبات او اقتصادي پرمختګونه د ټولې سیمې په ګټه بللي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « موږ د هغو هېوادونو چې د افغانستان په اړه مثبت دریځ لري، د دوی دا موقف ستایو او دا یو واقعبینانه نظر بولو چې له افغانستان سره د شته امنیت، ثبات او پرمختګونو په تناظر کې پر اهمیت قایل دي. د افغانستان د ثبات او پرمختګونو حمایت د ټولې سیمې په ګټه دي او افغانستان له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو پر پیاوړتیا باور لري.»

له افغانستان ها خوا د هېوادونو مشرانو له لوري ډېر تمرکز د غزې پر وضعيت ورټول و. ځینو ولسمشرانو ادعا وکړه چې اسراییلي ځواکونو د غزې انسانان، حیوانات او بوټي هم له منځه وړي،  داسې چې اوسط ډول هر یو ساعت کې یو ماشوم په نښه کېږي. د ترکيې ولسمشر په غزې کې جګړه د اسراییلو له خوا د اشغال سیاست او قتل عام ګڼلی.

رجب طیب اردوغان زیاته کړې: « دلته یوه جګړه وجود نه لري. یو لوري ته په موډرنو وسلو سمبال ځواکونه او بل لور بې ګناه عام وګړي دي. دا د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه نه ده بلکې د اشغال سیاست، په زور بې ځایه کول، کډوالي او عام وژنه ده.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو ولسمشرانو او لومړي وزیرانو په غزه کې د اسراییلو روان بریدونه نسل وژنه وبلل او پر بېړني اوربند او بشري مرستو رسولو یې ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په دې اړه ویلي: « ما له ټولو اړخونو او هغوی چې دلته حضور لري، بحث کړی او ترې غوښتې مې دي چې اضافي ملاتړ ودروئ او د وینې بهېدنې بهیر پای ته ورسوئ، ترڅو خلک خوندي پاتې شي. د عدالت نړیوالې محکمې په غزې کې د روانې نسل وژنې مخنیوي ته قانوني مشروط اقدامات وکړل، خو له هغې وروسته دغه وحشت نور هم زیات شوی.»

د ملګرو ملتونو په سږنۍ عمومي ناسته کې د امریکا په ګډون د ګڼو اروپايي او افریقايي هېوادونو مشرانو په منځني ختیځ او اوکراین کې د جګړې پر پای ته رسولو او د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره پر مبارزې ټينګار کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist