سویسي رسنیو د دې هېواد د کډوالۍ ادارې د عامه اړيکو ریيس له قوله راپور ورکړی چې څو ورځې مخکې د افغانستان اوسني حکومت څلور تنه ډېپلوماټان جینوا ته رسېدلي دي.
د راپورونو پربنسټ، د يادو ډېپلوماټانو ماموريت هلته د هغو افغان کډوالو پېژندنه ده چې په جرمونو تورن دي او له سویس د ايستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د سويس کډوالۍ چارو ادارې چارواکو د افغانستان له حکومت سره د ډېپلوماټيکو اړيکو رغول پېچلي بللي، خو دغه اقدام يې د سویس خلکو د خونديتوب لپاره مهم ياد کړی.
د سويس کډوالو چارو ادارې د عامه اړيکو ریيس دانيل باخ ویلي: « موږ ټول په دې پوهېږو چې په افغانستان کې بشري حقونه نقض کېږي. همدې خبرې موږ حساس کړي يو، خو د سويس د خلکو ژوند موږ ته لومړيتوب دی.»
د سويسي رسنيو د راپورونو له مخې، د افغانستان له حکومت سره په جرمي قضيو کې د ښکېلو افغانانو د اخراج مسايل ځکه له خنډ سره مخ وو چې کابل د مخکېني حکومت د کارکوونکو ډېپلوماټيک ماموريت بې باوره کړی و.
بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د سیاسي چارو شنونکي وايي، په يو شمېر اروپايي هېوادونو کې له اخراج سره د افغانانو مخامخېدو ستر لامل د يادو هېوادونو له مقرراتو او قوانينو سرغړونه ده.
د سياسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « زه په دې عقیده یم چې دا یو ضرورت دی او دا ضرورت کېدای شي له ډېپلوماټیکو لارو پوره شي. دا سمه ده چې اوس دستي به د افغانستان رسمي استازی په سویس کې ونه منل شي، خو دا یوه اړتیا ده چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب یو څوک په دغو هېوادونو کې له حکومتونو سره اړیکې وساتي.»
د سياسي چارو شنونکی زلمی افغانيار وايي: « ټولو تقابلاتو ته د خبرو اترو له لارې حل لاره پيدا کېږي. دا چې نوي سیاسي استازي له افغانستان سویس ته ځي، یو مثبت ګام دی. ښکاره خبره ده چې په هغه هېواد کې مېشت افغانان کونسلي خدمتونو ته اړتیا لري او سویس د هغو هېوادونو له ډلې دی چې کولی شي له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان ډېپلوماټیکې اړیکې تنظیم کړي؛ ځکه چې د هر ډول تقابل لپاره د خبرو اترو له لارې حل پیدا کېږي. هغه پروګرام چې په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان حکومت ترلاس لاندې نیولی، له مخې یې افغانستان باید په نړیواله ټولنه کې خپل پیدا کړي.»
له دې وړاندې جرمني هم دوه ځله د اوزبېکستان او قطر په منځګړیتوب لسګونه هغه افغانان بېرته افغانستان ته اخراج کړي چې پر بېلابېلو جرمونو تورن شوي دي.