د ترهګرۍ سره د مبارزې په چارو کې د امریکا د ولسمشر د سلاکار مرستیال سبیسټیان ګورکا وايي، د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت ورسره تر یوه ځایه همکار او شریک پاتې شوی.
ګورکا په یوې تازه مرکه کې زیاته کړې، په افغانستان کې ځینې ډلې شته چې هغوی ته ګواښ دي او دغه ګواښونه اسلامي امارت او امریکا ته یو ډول نه دي، خو زیات توپیر هم نه لري.
هغه زیاته کړې: « د افغانستان په تړاو ځینې هیله بښوونکي مسایل په جریان کې دي، خو نه شم کولی چې مکمل جزییات یې بیان کړم. په ځانګړي توګه د امریکايي اتباعو په تړاو چې په افغانستان کې نیول شوي دي. دا به عجیبه وي چې زما له خولې یې اورئ، خو طالبان له موږ سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکار او شریک کار کوي. طالبان تر یو حده د همکاریو شریک دي؛ ځکه په هېواد کې یې ځينې ډلې شته چې هغوی ته هم ګواښ پېښوي. شته ګواښونه مو کاملا یو ډول نه دي، خو چندان توپیر هم نه لري.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دا څرګندونې د افغانستان چین او پاکستان له درې اړخیزو ناستو سربېره د مسکو له لوري د اوکراین جګړې لپاره پرحل لارو غور او په ټوله کې د وضیعت له بدلون وروسته، امریکایي سلاکار کړې دي.
د کارپوهانو په اند، د څلورو کالو په تېرېدو سره اوس امریکا دې پایلې ته رسېدلې چې په افغانستان کې د حکومتولۍ پوټنشیل موجود دی او د دوښمنۍ پر ځای یې له افغان حکومت سره د نږدې والې لارغوره کړې ده.
دوی وايي، د امریکايي سلاکار دا وروستۍ څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې امریکا غواړي له افغانستان سره د سولې او روغې جوړې له لارې مخ ته لاړه شي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « اوس امریکایان هم په دې پوهېږي چې اسلامي امارت په دې څلورو کالو کې ولس او سیمې ته وښوده چې دلته د حکومت کولو وړتیاوې شته او مخ په زیاتېدو دي. اوس دوی هم غواړي چې د دوښمنۍ پر ځای د سولې او روغې جوړې خواته ګامونه پورته کړي. اوس امریکا خپل شارژدافیر هم بدل کړ او دا څرګندونې هم شوې دي. له دې ښکاري چې په دېپلوماټیکه، اقتصادي او سیاسي عرصه کې امریکا او غرب غواړي له افغانستان سره ځانونه نږدې کړي او دا یو ښه اقدام دی.»
له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په یوې ناسته کې تایید کړې وه چې د دوحې د سیاسي دفتر له لارې له امریکایانو سره په اړیکه کې دي او ان د افغان حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع یې هم ورسره مطرح کړې، خو تر اوسه پورې په دې تړاو کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.