له ۲۰۲۲ زېږدیز کال راپدې خوا چین د سیمې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات لپاره هڅې پیل کړې دي، چې د دغو هڅو په لړ کې د اګست پر ۲۰ مه د چهارشنبې په ورځ کابل د بېجینګ او اسلام آباد استازو د دری اړخیزې ناستې کوربه و.
په دغه ناسته کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا بحثونه شوي دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ وايي د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ دری اړخیزو خبرو اترو مثبتې پایلې لرلې دي.
هغې زیاته کړې:« د اګست پر ۲۰مه د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي افغانستان ته د سفر په لړ کې د چین، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزو بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه غونډه کې ګډون وکړ. چین د ټولو افغانانو لپاره د ملګرتیا بهرنۍ تګلاره تعقیبوي، د افغان ولس د انتخاب درناوی کوي، د افغانستان له حکومت سره د ښې حکومتولۍ، د پرمختګ پر تمرکز، د ترهګرۍ پر ضد کلکې مبارزې او ګاونډیانو سره د دوستانه اړیکو په پراخولو کې ملاتړ کوي. له هغه وخته چې درې اړخیزې خبرې اترې په ۲۰۲۲ کې بیا پیل شوې، مثبتې پایلې یې لرلې دي. چین چمتو دی چې له افغانستان او پاکستان سره د نېک ګاونډیتوب او متقابل باور د ژورولو لپاره کار وکړي، او په خپلو اساسي ګټو کې یو بل ته ملاتړ ورکړي.»
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لا له وړاندې ویلي وو چې دغه دری اړخیزه میکانیزم دری واړو هیوادونو ته فرصت ورکوي چې د همکاریو پراختیا پر لارو چارو هر اړخیز بحثونه ولري.
ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي ټنیګار پر دې کوي چې له افغانستان سره د چین او پاکستان سره اړیکې تعریف شوې اووسي او له چین تمه لري چې پاکستان دې ته وهڅوي او قانع یې کړي څو په سیمه کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت لپاره کار وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« چین هڅه کوي چې افغانستان او پاکستان سره نږدې اړیکې ولري، خو باید تعریف ولري چې څه ډول اړیکې؟ ایا دواړو سره یو شان او که له افغانستان سره جدا او پاکستان سره جدا، ځکه موږ دوه مستقل هېوادونه یو.»
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« د چین په منځګړیتوب دا ځل امید شته دی چې له پاکستانه قوي ضمانتونه واخیستل شي، ترڅو پر خپلو ژمنو باندې ودرېږي او په سیمه کې سیاسي، اقتصادي او امنیتي اوضاع لپاره کار وکړي.»
که څه هم تر دې وړاندې د افغانستان له خاورې د سیمې او ګاونډ هېوادونو له خوا دوی او نړۍ ته د متوجه ګواښونو په اړه اندېښنې مطرح شوې، هغه څه چې اسلامي امارت یې وار له مخه رد کړې دي او ډاډ یې ورکړی چې افغان خاوره به د هیچا پر ضد نه کارول کیږي.