Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونیسف: د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

یونیسف: د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/21

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(یونیسف) وایي، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانستان له نیمايي ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف په خپل تازه راپور کې د دومره ډېر شمېر اړمنو خلکو لاملونه، څو لسیزې جګړې، بېوزلي، بېکاري، د افغان کډوالو جبري اخراج او اقلیمي بدلونونه یاد کړي او څرګنده کړې یې ده چې دا مهال د نړیوالو تمویلوونکو له خوا د بشري مرستو کچه په چټکۍ سره راټیټه شوې ده.

د یونیسف راپور په یوه برخه کې راغلي: « په ۲۰۲۵ کال له ۵۰ سلنو زیات افغان وګړي چې شمېر یې نږدې ۲۳ میلیونو ته رسېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري. له دې ډلې ۱۲ میلیونه یې ماشومان دي. دا په داسې حال کې ده چې بشري مرستې په چټکۍ سره کمېږي.»

همدارنګه، په دې راپور کې راغلي دي چې د روان کال له جنورۍ تر جون میاشتې پورې، له ۱۹ میلیونو زیات کسان د یونیسف له لوري د ملاتړ کېدونکو روغتیایي مرکزونو او ګرځند ټیمونو له لارې له روغتیایي خدمتونو برخمن شوي دي.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) په خپل راپور کې د اروپایي ټولنې له لوري د ۱۳ میلیونو یورو مرستې هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دا مرسته به د بېړنیو مرستو په چوکاټ کې د درېیو میاشتو لپاره پر ۵۰۰ زرو اړمنو کسانو ووېشل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د راپور یوه برخه: « د دې بودیجې له لارې به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ۲ زره ۵۰۰ ټنه خوراکي مواد هغو کورنیو ته برابر کړي چې له شدیدې لوږې سره مخ دي. همدارنګه، ۹ میلیونه یورو چې نږدې۱۰ میلیونه امریکايي ډالر کېږي، په نغدي توګه اړمنو کورنیو ته ورکول کېږي، ترڅو خپلې اړتیاوې پرې پوره کړي.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت چارواکو دغه راپور له مبالغې ډک بللی او ټینګار یې کړی چې حکومت د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي د هېواد اقتصادي کچه لوړه کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « هغه راپورونه چې په هېواد کې د بېوزلۍ او خوراکي ناامنۍ د کچې لوړېدو په اړه خپاره شوي، زموږ له انده مبالغه په کې شوې او واقعیت نه لري. د اقتصادي ستونزو د هوارولو لپاره د اسلامي امارت هڅې ادامه لري، موږ هڅه کوو چې زېربنايي او کار زیږوونکې پروژې لا ډېرې شي. په ورته مهال له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ټولنو هم غواړو چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو ته ادامه ورکړي.»         

په ورته مهال، یو شمېر کارپوهان په هېواد کې د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې د نړیوالو سازمانونو مرستې مهمې بولي او د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « نړیوال باید په داسې برخو کار وکړي چې څنګه کولی شو کورنی تجارت او هغه کورنۍ چې له فقر سره لاس په ګرېوان دي، د کار داسې زمینه ورته برابره کړو چې پرخپلو پښو ودرېږي او د راتلونکي لپاره له بېوزلۍ خلاص شي. په دې سره هم د افغانستان اقتصاد ښه کېدای شي او هم د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راتلی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، نړیوالو سازمانونو په خپلو راپورونو کې تل د هېواد بشري او اقتصادي وضعیت بحراني بللی او د بسپنې را ټولولو غوښتنه یې کړې، خو د حکومت چارواکي دا ډول راپورونه مبالغه بولي او تل یې رد کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی
افغانستان

روسیه کې د ا.ا سفیر د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان فعال ګډون په اړه د چمتووالی ډاډ ورکړی

فبروري 2, 2026

وروستي خبرونه

ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي

کابل پوهنتون کې د نبوي سنتي طب په نوم نوې څانګه رامنځته شوه

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist