د پلازمېنې کابل او ختیځ زون ترمنځ پرغځېدلې لویه لار هر ورځ زرګونه کوچني مسافر وړونکي او لوی بار وړونکي ټرانسپورټي وسایط تګ راتګ کوي.
تازه د کابل څرخي پله سیمه کې د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت له لوري د دې زون لپاره د برېښنایي دروازې یا ټولګېټ د جوړولو کار پيل او پروژه پرانیستل شوه.
مسوولین وایي، یاده پروژه چې ټولیز لګښت یې نږدې ۱۶۲مېلیونه افغانۍ کېږي، له یوه خصوصي شرکت سره د شوې هوکړې له مخې به یې چارې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
دوی د دې پروژې موخه په یاده لاره تلونکو خلکو او ټرانسپورټي وسایطو ته د اسانتیاوو برابرول او په شفاف ډول د عوایدو راټولول یادوي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت عملیاتي مرستیال فتح الله منصور وايي: « دغه پروژه د څه باندې ۱۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل کېږي چې د ۱۲ میاشتو په اوږدو کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. برېښنايي دروازې یا ټولګېټونه د دې لپاره جوړېږي چې په چارو کې روڼتیا، د مسافرو او موټر چلوونکو په تګ راتګ کې اسانتیا او چټکتیا رامنځته شي.»
د یاد وزارت چارواکي وایي، له خصوصي شرکت سره د شوې هوکړې پر اساس به یاده پروژه پر ۱۵ جریبه ځمکه د یوه کال په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت د پلان رییس رستم حفیظیار وايي: « د هغې ځمکې مساحت چې دا دروازه به پرې جوړه شي، ۱۵ جریبه ځمکه ده چې په کې شپږ کرښې د تګ دروازې او څلور کرښې د راتګ دروازې لري. د دا ډول شاوخوا ۴۷ نورو پروژو چارې هم په تدارکاتي پړاونو کې دي. د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم، د ټرانسپورټ وزارت بریالی شوی چې ۲۱ زره جریبه ځمکه د دې لپاره انتقال کړي.»
بله خوا د یادې پروژې تطبیق کوونکي شرکت مسوولین ډاډ ورکوي چې د کیفیت اصل په پام کې نیولو سره به د یادې پروژې چارې په ټاکلي وخت بشپړې او له مخې به یې په دې لار تلونکو هېوادوالو ته د هوټل، جومات او موټرو تم ځای په څېر نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د پلي کوونکي شرکت استازی محمد ویس غروال وايي: « په پوره عزم او ټینګه اراده د کابل ښار ختیځه پل چرخي سیمه کې په شفافه او برېښنايي ډول د ټرانسپورټي عوایدو راټولولو لپاره په عصري ټېکنالوژۍ سمباله دروازه جوړوو. په دې پروژه کې د مسافرو لپاره د اسانتیاوو جوړولو په موخه رسټورانټ، جومات، د نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو لپاره د اوداسه جلا ځایونه، د وسایطو لوی پارکېنګ، کانټین، کاپي شاپ، د موټرو د ترمیم خونه او سوپر مارکېټ شته دي.»
د یادونې وړ ده چې د ټرانسپورټ او هوایي چلن وزارت مسوولینو د ختیځ زون لپاره د برېښنایي دروازې پروژې د پرانیستې ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو لویو لارو کې د شاوخوا ۴۷ نورو ورته پروژو د پلان خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې په نېږدې راتلونکې کې به ټولې لویې لارې پر برېښنایي دروازو سنبال او عصري ټرانسپورټي سیسټم به رامنځته کړي.