Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوټېرېش: تېر کال د ملګرو ملتونو ۳۹۰ تنه رضاکاران وژل شوي

ګوټېرېش: تېر کال د ملګرو ملتونو ۳۹۰ تنه رضاکاران وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/20

د اګسټ ۱۹مه د بشرپالنې له نړیوالې ورځې سره سمون لري. د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړیوال مرستندویه بنسټونه هر کال دا ورځ له اړمنو سره د مرستو، هغوی ته د خدمتونو رسولو او اسانتیاوو برابرولو په شعار سره نمانځي.

خو سږ کال بیا دا ورځ داسې مهال را رسېږي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې بشري وضعيت لاهم نه دی عادي شوی او دغه راز په غزه کې لسګونه زره بې ‌ګناه وګړي د اسراییلو له لوري د ژوند له هر ډول اسانتیاوو بې ‌برخې، سختې لوږې سره مخ او هره ورځ یې له منځه لسګونه تنه ژوند له لاسه ورکوي.

ملګرو ملتونو دا ځل دا ورځ د خپلو بشري مرستو رضاکارانو قربانۍ ته ځانګړې کړې.

 د یاد سازمان سرمنشي انټونیوګوتېرېش وایي، تېر یو کال کې له غزې او سوډان سربېره، په ټوله نړۍ کې ۳۹۰ رضاکاران وژل شوي دي.

هغه زیاته کړې: « د بشرپالنې کارکوونکي د هغو له ۳۰۰ میلیونو زیاتو خلکو لپاره وروستۍ هیله ده چې د جګړو یا ناورینونو ښکار شوي دي. خو د دې ژوند ژغورونکي ملاتړ لپاره مالي سرچینې مخ په ختمېدو دي او هغه کسان چې بشري مرستې برابروي، ورځ تر بلې د برېدونو لاندې راځي. تېر کال په ټوله نړۍ کې د بشري مرستو ۳۹۰ رضاکاران وژل شوي دي. له غزې نیولې تر سوډان او میانمار پورې؛ په دې برخه کې نړیوال قانون روښانه دی: باید د بشرپاله کارکوونکو درناوی او ساتنه وشي. هغوی هېڅکله د برید هدف نه شي. دا قاعده په هر ځای او هر وخت کې هېڅکله د بحث وړ نه ده چې دوی دې هدف وګرځول شي.»

ګوټېرېش همدا راز غوښتنه کړې چې نور دې د بشرپاله مرستو رضاکارانو وژلو ته د ټول بشریت د وژلو په سترګه وکتل شي او د جګړو ښکېل اړخونه دې د دوی ژوند ته جدي پام وکړي.

بله ‌خوا، د افغانستان حکومت مسوولین بیا د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو پر داعیې نیوکه کوي او وایي، تېرو څو کلونو کې نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې خپلې مرستې سیاسي کړې او دې چارې اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه نړیوال بشري بنسټونه د بشري مباحثو او په ځانګړې توګه له راستنېدونکو کډوالو سره د بشري مرستو په اړه خپل مسوولیت نه دی اداء کړی؛ زموږ غوښتنه دا ده چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي، بشري مرستې سیاسي نه کړي، ترڅو مستحقو او اړمنو کسانو ته ورسېږي.»

د سیاسي چارو شنونکي له نړیوالو سازمانونو غواړي چې افغانستان کې د خلکو وضعیت ته په پام خپلې بشري مرستې وکړي او د وضعیت ښه ‌والي په موخه له حکومت سره یو ځای کار وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « دا مرستې د میلیونونه راستنېدونکو کډوالو لپاره کافي نه دي. زه هیله لرم نړیوال بنسټونه د بشر دوستۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپلې مرستې زیاتې کړي. دغه راز، د افغانستان حکومت هم وکولی شي د نړیوالو بشري او اقتصادي مرستو د جذبولو په اړه ټولې زمینې برابرې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « له بده مرغه په تېرو څلورو کالو کې له افغانستان سره د بشر دوستۍ او همپالنې اړوند موضوعاتو سیاسي بڼه خپله کړې. که چېرې په ریښتیا هم بشر دوستي مطرح وای، باید د غزې تړانګې ناورین ته د حل لاره پيدا شوی وای.»

سږ کال د بشرپالنې نړیواله ورځ داسې مهال رارسېږي چې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ ادارې(اوچا) د وروستیو شمېرو پر بنسټ، افغانستان کې اوس ‌مهال شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري؛ خو پر نړیواله کچه د بسپنه ‌ورکوونکو د ملاتړکمېدو له امله، یادو اړمنو ته د مرستو رسول ټکني شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist