Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملا برادر: له نورې نړۍ سره د سیالۍ لپاره عصري زده کړې مهمې دي

ملا برادر: له نورې نړۍ سره د سیالۍ لپاره عصري زده کړې مهمې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/20

د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د خپلواکۍ ۱۰۶ کالیزې په نمانځغونډه کې یو ځل بیا د عصري زده ‌کړو پر ارزښت ټینګار وکړ.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال غونډې ته خبرو کې وویل، له اوسنۍ عصري نړۍ سره د سیالۍ په موخه باید افغانان عصري زده کړو ته مخه کړي او له پرمختللیو وسایلو سره بلد شي.

ملاعبدالغني برادر اخوند په خپلو خبرو کې زیاته کړه، باید د عصري وسایلو پر مټ دوښمن ته د نوک ځواب په سوک او د مرمۍ بیا پر میزایل ورکړو.

برادر زیاته کړې:« د دې ګټلي انقلاب د ساتلو لپاره د درانه قیمت د پرې کولو پر ځای، باید د عصر د غوښتنو مطابق عصري زده کړو ته مخه کړو، د ټېکنالوژۍ او عصري وسایلو خاوندان شو، دوښمن ته د نوک ځواب په سوک او د مرمۍ ځواب په میزایلو ورکړو.»

د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو همدارنګه پر ګاونډ، سیمې او نړۍ هم غږ وکړ چې د افغانستان په اړه نور باید سرچپه خوبونه ونه ګوري.

د دوی په خبره، افغانستان اوس متحد دی او له کلونو وروسته تر واحد قيادت لاندې اداره کېږي.

د ریاست الورزا اقتصادي مرستیال په دې اړه وايي: «  دا ملت اوس څوک اسیر نه شي نیولی، د لاسوهنې او تقابل پر ځای د اصولو په چوکاټ کې هر اړخیز سیاسي او اقتصادي تعامل ته لاره هواره کړي.»

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وايي: « اوس که ګاونډیو هېوادونو کې څوک وي، که د سیمې په هېوادونو کې څوک وي او که په نوره نړۍ کې وي، د افغانستان لپاره د چپه خوبونه نه ویني؛ افغانستان اوس متحده دی او له ډېرو تجربو وروسته یې یو ډېر ښه نظام جوړ کړی.»

ټاکل شوې د روانې میاشتې په پای کې د افغانستان په تړاو د پاکستان په کوربه توب یوه غونډه راوبلل شي.

د بهرنیو چارو وزیر بیا په ګاونډ او سیمه کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکو غونډو ته په اشارې وايي، هېڅوک دې افغانستان ته په سپکه نه ګوري.

د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه زیاتوي: « دا چې یو ځای او بل ځای غونډې کوي او زموږ خواته کاڼي راولي، هغوی ته به د عبدالرحمان بابا دا بیتونه کافي وي چې وايي:

ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه

چې همدا غشي به ستا په لور ګوزار شي

کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې

چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي

چا چې زموږ په اړه بدې ارادې لرلې دي، الله(ج) په تاریخ کې ذلیل کړي او له دې وروسته به یې هم ذلیله کوي.»

د اسلامي امارت چارواکو همدارنګه په خپلو خبرو کې له نړیوالو سره د ښو اړیکو پاللو ډاډ ورکړ او له نړۍ سره یې پر ښو اړیکو ټینګار وکړ.

دوی همدارنګه د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کالیزې په مناسبت وايي، نوی نسل باید د خپلو تېرو بریو پر پل قدم کېږدي او مثبته زده کړه ترې وکړي.

د حکومت وياند هم په دې اړه یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په تېره یوه پېړۍ کې د درېیو سترو زبرځواکو ماتول د ولس ایماني هوډ او غيرت څرګندونه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist