په داسې حال کې چې ډېری ماشومان د ښوونځي پر کتابونو بوخت دي، یوه ۱۲ کلن افغان ماشوم د نړۍ په بېلابېلو ژبو کې د حیرانتیا وړ وړتیا لري.
محمد امیري ۱۲ کلن دی، خو د ده د فکر او حافظې ځواک د ډېرو لويانو له حده پورته دی.
دی هرو دوو میاشتو کې یوه نوې ژبه زده کوي. تر اوسه یې پرته له ښوونځي او ژبنيو تدریسي مرکزونو ته له ورتګ پرته د دوو کلونو په موده کې د نړۍ اته ژبې په خپله هڅه له یوټیوب زده کړې دي.
محمد اوس په پښتو، دري، انګلیسي، عربي، فرانسوي، الماني، اردو او ترکي ژبو خبرې کوي.
خو ده ته دا سفر پای نه لري؛ هغه غواړي چینایي او روسي ژبې هم زده کړي.
د هرات اوسیدونکی محمد امیري وايي: « په دوو کالو کې مې اته ژبې زده کړې دي، دا مې په کور کې له یوټیوب زده کړې او د ژبو زده کړې کورس ته نه یم تللی.»
محمد سربېره پر دې چې د ژبو په زده کړه کې ځانګړې وړتیا لري، ریاضي هم له نورو ځانګړی استعداد لري او هیله من دی چې له خپلې دې وړتیا په اکاډمیکو ځایونو کې استفاده وکړي.
دغه افغان ماشوم د داسې یوې کورنۍ غړی دي چې په خبره يې ژوند يې له ډېرو ستونزو ډک دی.
پلار يې پخوا موټر چلاوه خو اوس په په کور بې روزګاره ناست دی.
محمد امیري وايي: « زه غواړم راتلونکي کې لوی دانشمند جوړ شم، ترڅو وکولی شم افغانستان او ټول بشریت ته خدمت وکړم.»
د محمد امیري پلار حفیظ الله امیري وايي: « له حکومت او خلکو غوښتنه کوم چې زما د زوی مالي ملاتړ وکړي، ترڅو خپل هدف ته ورسېږي.»
د ژبو ښوونکي هم د محمد وړتیا ته حیران دي او په اړه یې داسې وایي.
د انګلیسي ژبې ښوونکی میر احمد عطایي وايي: « د بېلابېلو ژبو استادان راغلل، له محمد سره یې خبرې وکړې. د ده مهارتونه په منځنۍ او لوړه کچه و ارزول شول. په هغو اتو ژبو کې د محمد مهارتونه ډېر منظم او په ګرامري اصولو برابر دي چې دی یې د زده کړې ادعا کوي.»
تر اوسه له محمد امیري سره د هرات والي له لوري مرسته شوې او ډاډ ورکړل شوی چې د زده کړو برخه کې به يې ملاتړ ته دوام ورکړي.