د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ په بېلابېلو لرو پرتو کلیو کې ۹ رغنیزې پروژې چې ډېری یې د اوبو د تنظیم سیسټم او کرنیزې ودې په برخه کې دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ځایي مسوولان ډاډ ورکوي چې نږدې راتلوونکي کې به د دې ولایت په مختلفو لرو پرتو ولسوالیو کې ورته نورې رغنیزې پروژې هم پلې کړي.
د خوست کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس عنایت الرحمن جلالي وايي: « د خوست په ولسوالیو کې یو نوی پروګرام پیل کېدونکی دی چې په ځینو ولسوالیو کې یې سروې هم بشپړه شوې ده. د ګربزو، موسی خېلو، باک او ځاځي میدان هغه ولسوالۍ دي چې په کې ۲۱ پروژې په نږدې راتلونکي کې پرانیستل کېږي.»
اخوا د سیمې اوسېدونکي رغنیزې پروژې اوس مهال مهمې ګڼي، خوغوښتنه کوي چې په سیمه کې دې یې د نورو ورته ستونزو حل لپاره هم پاملرنه وشي.
د دوی په خبره، له دې وړاندې په یاده سیمه کې هېڅ رغنیزې پروژې نه دي پلې شوې او اړتیا ده چې دا ډول سیمو ته د حکومت پاملرنه لا ډېره شي.
د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی غفور جان وايي: « دا لومړی ځل دی چې د دې پروژو له امله د رسنیو کارکوونکي زموږ سیمې ته راغلي او تاسو ولیدل چې دا سیمه له هر پلوه ډېره وروسته پاتې ده. دا ځای د تعلیم، صحت، اوبو او ټرانسپورټي لارو له پلوه ستونزې لري، له مرکز لرې پرتې سیمې دي؛ نو باید ډېره پاملرنه ورته وشي.»
د سیمې یو بل اوسېدونکی حاجي یارګل وايي: « نادرشاه کوټ سرحدي کلي ډېر بېوزله او وروسته پاتې دي. دغو کلیو ته چې څومره اړتیا ده، هغومره خدمت نه دی شوی.»
د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې دا پروژې داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې دا مهال د ۶۵ نورو پرمختیایي پروژو چارې هم روانې دي.