د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو واک ته د اسلامي امارت د رسېدو څلورمې کلیزې په مناسبت غبرګون کې ویلي، افغانستان لاهم یوازېنی هېواد دی چې نجونې او ښځې په کې له ثانوي او لوړو زدکړو منع کړی شوې دي.
د یونسکو له لوري په خپور شوې راپور کې ویل شوې، د ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې د پرمختګ په برخه کې د لسیزو پرمختګونه شاته غورځول شوي او د زده کړو له اساسي حق محرومیت میلیونونه نجونې او ښځې له نامالوم راتلونکي سره مخ کړي.
راپور کې د افغان نجونو او ښځو لپاره له شرط پرته د ښوونځیو او پوهنتونونو د سملاسي بيا پرانیستلو غوښتنه شوې.
د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې ملیونونه ماشومان او ځوانان اوس مهال د زده کړې له حق محروم دي. نن ورځ افغانستان په نړۍ کې یوازېني هېواد دی چې نجونې په کې له ثانوي او لوړو زدکړو منع شوي او نږدې ۲.۲ ملیونه نجونې اوس د دې شاته تګ پرېکړې له امله ښوونځي ته له تګ منع شوي دي.»
دې پرېکړې د کورنیو او نړیوالو غبرګونونه راوپارولې دي او ورسره جوخت د ایرلنډ او جرمني بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼه کې پر افغان نجونو او ښځو د لګېدلو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې.
زدکوونکې نجونې بیا تېرو څلورو کلونو کې له تعلیم او تحصیل محروم کېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له اسلامي امارت یو ځل بیا غواړي چې د دوی پر مخ د تعلیم او تحصیل دروازې پرانیزي څو دوی له خپل اساسي حق برخمنې شي.
زده کوونکې طیبه رستاقي وايي:« د اسلامي امارت له حاکمیت څلور کاله تېر شول، خو لاهم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دراوزې تړلې دي. زرګونه نجونې د زده کړو له زرینو فرصتونو بې برخې شوې.»
په دې اړه مو د اسلامي امارت له وياند سره اړيکو وکړه، خو ځواب يې رانه کړ. نوموړي دوې ورځې وړاندې بيا په دې اړه بيبيسي ته ويلي و چې د نجونو زده کړې د معقولو دلایلو پر اساس ځنډول شوي او دا ډاډ يې هم ورکړی چې د دوی زده کړو لپاره د مناسب چاپېريال د رامنځته کېدو هڅې روانې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دی وايي چې تاسو ماته په دغه برخه کې ډاډ راکړئ چې دغه چوکاټ په دومره حد کې مطمین دی چې زموږ خوېندې، لکه خپله لور، لکه خپل اولاد چې موږ ورته چاپېریال جوړول غواړو، د ټولو افغانانو لوڼو ته داسې چاپېریال ولرو. دا موضوع حل کېدلی شي.»
له دې وړاندې د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتو وجهي صندوق (یونیسف) موندلي وو چې تر اوسه پورې ۲.۲ میلیونه نجونې په هېواد کې پرې د لګول شویو محدودیتونو له امله له زده کړو بې برخې شوې دي او خبرداری يې ورکړی، که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام ومومي، نو څه باندې ۴ مېلیونه نجونې به له زده کړو محرومې پاتې شي.