Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني ګاونډیو هېوادونو ته؛ خپلې ستونزې خپله حل کړئ

حقاني ګاونډیو هېوادونو ته؛ خپلې ستونزې خپله حل کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/16

د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي او د کابل ولایت اوسېدونکي د لويې جرګې په لار کي راغونډ شوې او د زمري (اسد) ۲۴ مه (د اسلامي امارت بیا واک ته د  رسېدو ورځ يې ولمانځله.

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ مخکېنی جمهوري نظام ړنګ او اسلامي امارت یو ځل بیا د هېواد واګی په لاس کې واخیست.

چارواکي وايې، اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کي له نړیوالو سره مثبتې اړیکي درلودې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

دوی که څه هم د کوم هېواد نوم په ډاګه نه کړ، خو یادونه يې وکړه چي ګاونډي هېوادونه دي خپلمنځي ستونزې په خپله حل کړي او پر افغانستان باندې دې خپلي ناخوالي نه تپې.

 د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني وايي:« موږ پر هغه خپل تعهد ولاړ یو، له اوسني نظام سره د هر چا چې کومه ستونزه موجوده وي، زموږ دروازې د دوی پر مخ خلاصې دي. خو یو د دوی خپلې ستونزې دي، د خپلو ستونزو د حل کولو لپاره، موږ پر نړیوال ستېج هم دا خبره کوو، په کوردننه هم دا خبره کوو، خپلو ګاونډیانو ته هم دا خبره کوو، سیمه ییزو هېوادونو ته هم دا خبره کوو چې خپلې ستونزې پر خپله حل کړئ. دغه فرصت موږ درته محیا کوو چې دغه ستونزې پر افغانستان مه تپئ.»  

حقاني د افغانستان له سیاسي مخالفېنو غوښتنه وکړه چي د مخالفت پر ځای دې هېواد ته راستانه  شي او له مخالفت دې لاس واخلي.

ورته مهال نور چارواکي بیا وايي،د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر زیان ونه کارول شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له نړیوالو غوښتنه وکړه چې د افغانستان په داخلي چارو کي دې لاسوهنه نه کوي.

حنفي زیاتوي:« موږ هېڅکله نه غواړو چې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړو. همدا غوښتنه له نورو هېوادونو هم  لرو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.»

هغه زیاته کړه چي په تېرو درېیو کلونو کي له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا ۳ میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوې او اسلامي امارت ورته ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل خوا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي بیا د اسلامي امارت په یو شمېر لاسته راوړونو خبرې وکړي.

متقي وايي، اسلامي امارت هغه پديده چي نړیوال ورته اندیښمن دي له منځه وړې او اوس افغانستان کي هیڅ ترهګره ډله شتون نه لري.

متقي زیاته کړه، د مخدره توکو کښت او پلور د صفر کچې ته راښکته شوی او تر ۱۰۰ زرو زیات پر نشه يي توکو روږدو کسانو درملنه يې کړې.

هغه په دې اړه وايي:« د خپلسرو ډلو له منځه وړل، دلته ډلې وې، ټپلې وې، دلته داعش و، دلته نورې ډلې وې، دلته تنظیمونه ان پر قومونو بدل شوې وو، نوم به یې تنظیم و، خو جوړښت به یې قومي و او د یو بل پر ضد به مبارزې شروع وې. دې ټولو ډلو ټپلو ته د پای ټکی کېښودل شو.»

چارواکي وايي،افغانستان کي د نورو ډلو ترڅنګ زوراکي پاې ته رسېدلې او د یوه امیر تر چتر لاندې یو واحد نظام رامنځ ته شوی.

دوی یو ځل بیا پر بهر مېشتو سوداګرو غږ وکړ چي هېواد ته راستانه شي او په کوردننه پانګونه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist