د ۱۳۴ مټریک ټنه خوراکي اوړو دغه مرسته د روسیې له خوا د افغانستان حیرتان سوداګریز بندر له لارې بلخ ولایت کې د خوړونړیوال پروګرام(ډبیلو.اېف.او) مسوولینو ته وسپارل شوه.
بلخ کې د روسیې سرکونسل ویلي، افغانستان وچکالۍ ځپلی چې له امله يې مرستو ته اړتیا لري او له خپل لوري یې د دا ډول مرستو پر دوام ټینګار وکړ.
بلخ کې د روسیې سرکونسل الکسي پرورزیف وايي: « زه هیله لرم چې موږ سږ کال او په راتلونکو کالونو کې نورې مرستې هم د افغانستان خلکو ته را ولېږو. زه بیا هم هیله لرم چې دا مرستې راستنو شویو مهاجرانو، بېوزله او خوراکي توکو ته اړمنو کسانو ته ګټه ورسوي.»
د روسیې له خوا شوې مرسته به په شمال زون کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري پر راستنو شویو، بېوزلو او وچکالۍ ځپلو کورنیو ووېشل شي.
په شمال زون کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوول نجیب الله رحماني وايي: « په دې کې ۱۳۴ مېټریک ټنه اوړه مو د روسیې فډراسیون له هېواد ترلاسه کړې. دا مرسته به هغو کسانو ته ووېشل شي چې وچکالۍ ځپلي او له قحطۍ سره مخ دي.»
روسیې په تېرو پنځو کالو کې هر کال له ۱ تر ۲ میلیونو ډالرو پورې د خوړو نړیوال پروګرام سره مرسته کړې.
د شمال زون لپاره د دې پروګرام مسوول زیاتوي، د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې شاوخوا ۲ میلیون تنه بشري مرستو ته اړتیا لري.
دوی پر نورو هېوادونو هم غږ کوي چې له افغانستان سره مرستې ونه سپموي.
شمال زون کې د خوړو نړیوال پرورګرام مسوول زیاتوي: « د هېواد د شمال زون په پنځو ولایتونو کې شاوخوا ۲ میلیونه تنه بشري مرستو ته اړتیا لري، خو زموږ سرچینو ته په کتو، موږ یوازې په دې اګست میاشت کې ۱۴۶ زره تنو ته خوراکي مرستې ورکوو. اړتیا ته په کتو، له موږ سره شته امکانات ډېر کم دي، خو زموږ دفتر هڅه کوي له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره کافي سرچینې پیدا کړي.»
دا مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان لپاره نړیوالې بشري مرستې کمې شوې او ځینې نړیوال سازمانونه افغانستان کې د بېوزلۍ زیاتېدو له امله اندېښنه ښيي.