Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې څه باندې ۱۷۸ زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

ننګرهار کې څه باندې ۱۷۸ زره جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/13

وروسته له هغې چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون په فعالیت پيل وکړ، ورسره په ټولو ولایتونو کې د ډېر شمېر دولتي ځمکو د تثبیت خبرونه ورکړل شول.
یاد کمیسیون په ننګرهار ولایت کې هم شاوخوا ۱۷۸ زره۶۲۰ جریبه ځمکه له څېړنو او تثبیت وروسته استرداد کړې.

د عدلیې وزارت ویاند حافظ برکت الله رسولي وايي، یادې ځمکې په کامې، لعلپورې، اچین، کوټ او هسکې مینې ولسوالیو او جلال اباد ښار کې موقعیت لري.

رسولي په دې اړه وايي: « اوس مهال څه باندې ۳۲۳ زره ۹۶۴ جریبه ځمکه په ننګرهار ولایت کې امارتي تثبیت شوې او په اړه یې څېړنې روانې دي، ترڅو بېرته استرداد شي.»

رسولي زیاته کړې، اوس مهال۳۲۳ زره ۹۶۴ جریبه ځمکه په ننګرهار کې دولتي تثبیت شوې، خو په تړاو یې څېړنې لا نه دي بشپړې شوې.
د عدلیې وزارت ویاند په دې اړه وايي: « په ننګرهار ولایت کې کابو ۱۷۸ زره ۶۲۰ جریبه ځمکه له بررسي کولو او تثبیت وروسته استرداد شوې. یادې ځمکې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او سیمو کې موقعیت لري چې د ځمکې له غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت له بررسۍ او تثبیت وروسته د مرکزي کمیسیون د پرېکړې یا هم په دې اړه د ځانګړې محکمې له پرېکړې سره سم، استرداد شوې دي.»

په ورته مهال، د ننګرهار اوسېدونکي له دې کمیسیون غواړي چې هغه کسان مجازات او تاوان ترې واخلي چې غصب کړې ځمکې یې پر خلکو پلورلې دي.

د ننګرهار اوسېدونکی سمیع الله وايي: « موږ د دې اقدام هرکلی کوو، په تېر نظام کې دولتي چارواکو او زورواکو ګڼې دولتي ځمکې غصب کړې دي. اوس چې کوم کمیسیون رامنځته شوی او دا ګام یې پورته کړی، غصب شوې ځمکې یې بېرته راګرځولې دي، موږ د دې ګام ستاینه کوو. موږ له مسوولو چارواکو غوښتنه کوو چې دا لړۍ جاري وساتي.»

د ننګرهار یو تن بل اوسېدونکی شباب وايي: « هغه ځمکې چې غاصبینو په خلکو خرڅې کړې دي، خلکو پرې تاوانونه او مصارف کړي، باید دا تاوانونه او لګښتونه له غاصبانو واخیستل شي او تاواني کسانو ته ورکړل شي.»

د ځمکو د غصب کمیسیون په دې ولایت کې داسې مهال د ځمکو د بېرته راګرځولو خبره کوي چې د دې ولایت د اوسېدونکو په خبره، لاهم ډېرې داسې سیمې شته چې دولتي ځمکې یې پر خلکو پلورل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist