• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/18

د هرات ولایت معلولین شکایت کوي چې ورځ تربلې يې ژوند له لا ډېرو سختیو سره مخ کېږي.

دوی له سرپرست حکومته د مالي ملاتړ غوښتنه کوي او وايي، نه شي کولی د ورځني ژوند اړتیاوې پوره کړي.

د جمال الدین په نوم یو له دغو معلولینو وايي، د کورنۍ د سرپرست په توګه مجبور دی چې د لاسنیوي نه شتوالي له امله، خیرات وغواړي.

معلول جمال الدین وايي: « په کورنۍ کې درې کسان یو او زه په ستوګو معیوب یم. مېرمن مې هم ناروغه ده، کار هم نه شم کولی.  بازار ته راووځم؛ تر څو مسلمانان یو څلور ډوډۍ مرسته را سره وکړي. زه له دولت هم غواړم چې زما لاسنیوی وکړي.»

یو شمېر نور معلولین هم له  ورته وضعیت شکایت کوي او وایي، له شدیدو فزیکي معلولیتونو سره مخ دي او له همدې امله  اړ دي چې د ژوند تېرولو لپاره ګدایي وکړي.

دوی له سرپرست حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

د طاهر په نوم یو تن معلول وايي: « زه په  تېرو جګړو کې معلول شوی یم. د کرزي حکومت وخت کې مې معاش درلود، خو د امارت په راتګ سره مې معاش قطع شو. پښه مې تاسو ګورئ، سن مې هم لوړ دی او کار نه شم کولی.»

یو بل معلول کس میر افغان وايي: « معلول یم ډېرې ستونزې لرم. زه له ایران را رد مرز شوی یم، اوس هرات کې یم له خدای پرته هېڅوک نه لرم، دا یو لاس ګاډی لرم په کې ناست یم.»

د هرات د شهیدانو او معلولینو ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې نږدې ۶ زره او ۵۰۰ معلولینو کورنۍ او له ۴ زرو ډېرې د شهیدانو او یتیمانو کورنۍ  ثبت دي او ژر به پرې د روان مالي کال د دوو ربعو معاش ووېشل شي.

د هرات د شهیدانو او معلولینو چارو رییس علاوالدین سعد وايي: « حوالو باندي کار روان دی، تخصیص راغلی او کوډ کې پیسې لرو. بودیجه مو شته ده او انشاالله امید لرم چې دا شپږ میاشتي چې مستحق د بودیجې کېږو، باید بودیجه حواله کړو. کوشش ورباندې روان دی چې ټولو ته پیسې حواله کړو.»

دا یوازې هرات نه دی چې معلولین په کې د ژوند له سختیو شکایت کوي بلکې د راپورونو پر بنسټ هېواد کې د اوږدې جګړې له امله ګڼ شمېر خلک د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته اسانه لاس رسی نه لري.

دا جعلي متن دی. د ډمی مینځپانګې لپاره د ډیفالټ متن مثالونه شتون نلري نو ما باید دا رامینځته کړی وي. دا ستاسو د خپل مینځپانګې سره بدل کړئ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو
افغانستان

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی
افغانستان

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 
افغانستان

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist