• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/18

د ایران او اسراییلو ترمنځ له جګړې سره هم ‌مهاله په کابل او نورو ولایتونو کې د نفتي توکو بيې لوړې شوې او خلک يې له سرپرست حکومته د کنټرول غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکي وايي، په ایران کې له جګړې سره سم پلورونکو د تېلو او ګازو بيې لوړې کړې او خلک يې د اخيستو وس نه لري.

 دوی ادعاد کوي چې سوداګر او پلورونکي په خپل زړه د يادو توکو نرخونه ټاکي او سرپرست حکومت ته بویه چې مخه يې ونيسي.

یو تن ټکسي چلوونکی وايي: « زما په اند، دوی باید تېل او ګاز په هغو بیو خرڅ کړي چې مخکې یې خرڅول. دغه راز، که بیا نوي تېل او ګاز راوړي، باید په نوي نرخ یوه فیصدي ګټه په کې وکړي. ښاروالي او حکومت باید پر پلورونکو نظارت ولري نرخونه کنټرول کړي.»

د کابل ښار یو اوسېدونکی وايي: « د تېلو نرخونه ډېر جګ شوي، یو لېټر له ۶۵ تر ۶۷ افغانیو پلورل کېږي. موږ له دولت غوښتنه کوو چې په دې اړه اقدام وکړي. زموږ سوداګر زیاتی کوي، دوه ورځې د ایران له جګړې تېرې نه دي، دوی نرخونه جګ کړل. باید د دې کار مخنیوی وشي.» 

د کابل ښار تېل او ګاز پلورونکو په دې اړه د شمشاد خبریال ته له څه ویلو ډډه کړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خلکو د شکایتونو په تړاو وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ دروازې پرانیستې دي او په راکړه ورکړه کې هېڅ ډول ستونزه نه ده رامنځته شوې.

دغه وزارت له سوداګرو غواړي چي  د خوراکي او غیر خوراکي توکو بيې لوړې نه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: « په سيمه کې له ورستیو ناخوالو سربېره بیا هم د افغانستان بهرنۍ سوداګري په نورمال ډول روانه ده. له ګمرکونو، زموږ له ولایتي همکارانو او عامو خلکو زموږ راپور دا ثابتوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې زموږ اړیکې په عادي ډول روانې دي.»   

په ورته مهال، د خوراکي توکو پلورونکي وايي، د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړې په افغانستان کې د خوراکي توکو پر بيو هېڅ اغېز نه دی کړی او په ثابت حالت کې دي.

 دوی وايي، که لارې هم وتړل شي د خوراکي توکو پر بيو به ډېر اغېز ونه کړي.

د خوراکي توکو د پلورونکو ټولنې مرستیال زلمی دولتزی وايي: « د اوړو، غوړیو او نورو خوراکي توکو له آدرسه موږ ټول ولس ته اطمینان ورکوو چې له موږ سره زېرمې شته او که له احتمالي بحران سره مخامخ کېږو، موږ د دې چمتوالي لور چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته یې واستوو.»  

له دې سره، د کابل ښاروالي د نرخ نامې د وېش ترڅنګ د يوې ځانګړې ګمېټې د جوړېدو خبر هم ورکوي او زياتوي، دغه کمېټه په ښار کې د بيو د څارنې مسووليت پر غاړه لري.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي: « څلور کاله کېږي چې کابل ښاروالي په ښار کې نرخنامې وېشې او دا نرخنامې په ټول کابل ښار کې د اجرا  وړ دي. هره اوونۍ په دې برخه کې مشخص کمیسیون کار او ناستې کوي. نن هم په دې اړه ناسته شوې او د نرخنامې له جوړېدو سره به ښار کې ووېشل شي.»

د کابل ښاروالي خبرداری ورکوي چې د بيو لوړولو په صورت کې به پلورونکي له قانوني چلن سره مخ شي.

د شنونکو په اند، د توکو د بيو لوړوالي په اړه شکايتونه ښايي د ايران او اسرایيلو ترمنځ د جګړې له دوام سره نور هم زيات شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو
افغانستان

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو
افغانستان

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی
افغانستان

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 
افغانستان

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي
افغانستان

خوست کې زرګونه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

جون 17, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې
افغانستان

د ایران او اسراییلو جګړه؛ افغانستان ته د ایران نفتو او ګازو صادردات بند شوې

جون 17, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

هرات کې معلولین: د ژوندي پاتې کېدو لپاره مجبور یو پر سړکونو ګدايي وکړو

جون 18, 2025
د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

د هرات بڼوال: تازه مېوې د خرابېدو له وېرې په ټیټه بیه پلورو

جون 18, 2025
د ناروې کډوالو شورا: روان ژمی د ډېری افغانانو لپاره له کړاوونو ډک دی

اېګلنډ: له ګاونډیو هېوادونو ښايي د افغان کډوالو شړلو لړۍ چټکه شي

جون 18, 2025
د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

د اقتصاد وزارت مسلکي معین پر مشرۍ یو پلاوی مسکو ته رسېدلی 

جون 18, 2025
اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

اتصالاتو د افغانستان کرېکټ د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل

جون 18, 2025
د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

د ایران او اسراییلو جګړې دوام؛ افغانستان کې د نفتي توکو بیې لوړې شوې

جون 18, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist