د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدللطیف نظري وایي، د دې سفر موخه د سنټ پېټرزبورګ په غونډه کې ګډون دی.
په دې غونډه کې پر اقتصادي، سوداګريزو، امنيتي او د انرژۍ پر اړوند مسايلو په نړیواله او سيمه ييزه کچه بحثونه وشي.
نظري په دې اړه وايي: « د سنټ پېټرزبروګ په نړیواله غونډه کې چې ټاکل شوې د نړۍ اقتصادي وضعیت په تړاو په کې بحثونه وشي، د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د پانګونه اچونې لارې چارې تر بحث لاندې ونیسي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي معین دغه راز وايي، افغان پلاوی به هڅه وکړي چې په دې غونډه کې د ګډون ترڅنګ، نړیوال شرکتونه افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
نظري زیاتوي: « موږ هڅه کوو چې نړیواله ټولنه او د نړۍ مهم شرکتونه وهڅوو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي؛ ځکه چې اوس مهال افغانستان کې امنیت حاکم دی، فساد نه شته او له هر وخت ډېر د پانګونې لپاره زمینه برابره ده.»
دا غونډه چې د جون له ۱۸مې تر ۲۱مې پورې د روسیې په سنټ پېټرزبورګ ښار کې جوړېږي، د نړۍ له تر ټولو مهمو اقتصادي غونډو شمېرل کېږي چې د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سازمانونو استازي به په کې برخه ولري.