افغانستان د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو او د ایران د چابهار بندر له لارې له هند سره د سلګونو ميليونو راکړه ورکړه کوي.
خو تازه د هند «ده هندو بېزنېس لاین» رسنۍ راپور ورکړی چې ښايي روان کال افغانستان ته د یاد هېواد د کرنیزو محصولاتو صادرات کم شي.
د راپور یوه برخه:« د هند له لوري افغانستان ته د کرنیزو محصولاتو صادرات چې د طالبانو تر مشرۍ لاندې حکومت پر رسميت نه پېژندنې سربېره هم نه دي درېدلي، ښايي د روان مالي کال په لړ کې نور هم راکم شي. دا کمښت د پاکستان د ټرانزیټي لارې د بندېدو او له ایران سره د احتمالي خنډ له امله رامنځته کېږي. په داسې حال کې چې دا صادرات له ۲۰ سلنو زیات راټیټ شوي او په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ زیږدیز مالي کالونو کې ۸۲.۶ میلیونو ډالرو ته رسېدلي دي.»
د دې راپور په یوه بله برخه کې راغلي، په تېر مالي کال(۲۰۲۴-۲۵) کې د مصاله جاتو صادرات ۱۱.۹۲ میلیونو ډالرو ته، د بورې صادرات ۸.۶۹ میلیونو ډالرو او د پروسېس شویو مېوو(د جوسو په ګډون) صادرات ۵.۵۱ میلیونو ډالرو ته راټیټ شوي چې د تېرو کالونو پرتله کموالی ښيي.
په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، له هند سره د افغانستان سوداګرۍ د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې ۸۹۰ میلیونو ډالر وه چې له دې جملې ۶۲۷ میلیونو هغه یې صادرات او ۲۶۳ میلیونه ډالر یې واردات دي.
د وزارت د چارواکو په خبره، د افغانستان په صادراتو کې وچه مېوه، زعفراڼ، زڼکۍ يا زېره او له یاد هېواده په وارداتو کې د صنعتي کارخونو خام مواد، ماشین الات، بوره او نور بېلابېل ډوله توکي شامل دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « له هند سره د افغانستان سوداګري د ۱۴۰۳ کال په جریان کې ۸۹۰ میلیونه ډالر وه. له دې جملې ۶۲۷ میلیونه هغه یې صادرات او ۲۶۳ میلیونه ډالر یې واردات دي. د افغانستان په صادراتو کې وچه مېوه، زعفراڼ، زیره او له یاد هېواده په وارداتو کې د صنعتي کارخونو خام مواد، ماشین الات، بوره او نور بېلابېل ډوله توکي شامل دي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي وایي، هند د افغاني تولیداتو لپاره یو ښه بازار دی او په خبره یې حکومت ته په کار ده چې له یاد هېواد سره د سوداګرۍ په برخه کې ستونزو ته رسېدنه وکړي؛ ترڅو له هند سره د سوداګرۍ اړیکې لا پیاوړې شي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که د هند تجارتي او سیاسي اړیکې له افغانستان سره وڅېړل شي، داسې ښکاري چې هند د افغانستان یو سټراټیژیک سیاسي ملګری پاتې شوی او دایم د افغانستان د صادراتو لپاره یو ښه مارکېټ دی. په دې برخه کې چې کله ستونزې رامنځته کېږي، تاثیرات یې د افغانستان پر اقتصاد شته. له پاکستان سره د هند تېره جګړه او اوس د ایران او اسراییلو ترمنځ نوې جګړه، له هند سره سوداګرۍ زیانمنولای شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « زما په اند، هر هېواد د خپلو ګټو او ملي منافعو پر اساس سوداګري کوي. زه فکر نه کوم چې د مشروعیت یا رسمیت پېژندلو په موخه دا سوداګري بنده شي؛ ځکه چې له ډېره وخته موږ له هند سره سوداګري لرو.»
خو ده هندو بېزنېس لاين رسنۍ د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، افغانستان د پنځو مخکښو صادراتي توکو له ډلې د نفتي توکو صادرات د ۲۷.۳۷ میلیونو ډالرو په ارزښت تر ټولو لوړ پاتې شوي، ورپسې د تمباکو صادرات د ۱۵.۹۱ میلیونو ډالرو په ارزښت راځي چې یوازې دا دواړه برخې د مثبتې ودې ښکارندویي کوي.