د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چارواکي له خلکو سره د دې وزارت د فعاليتونو اړوند مالوماتو د شريکولو په موخه خبري کنفرانس ورکړ.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين محمد اسماعیل وايي، سږکال په پام کې لري، چې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو اوو ولايتونو کې د يو مېليارد افغانيو په ارزښت د روغتیا، پوهنې، مخابراتو، اوبو رسولو، سړکونو رغولو او مدرسو جوړولو برخه کې ۳۴۳ لويې او وړې پروژې تطبيقوي چې په بشپړېدو سره به يې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
غزنوي په دې اړه وايي:« په اوو ولایتونو کې ټول ۳۴۳ د صحت، تعلیم، مخابراتو، بیا رغونې، اوبو، سړکونو او جوماتونو پروژې منظوري شوي دي چې له ډلې د منظور شویو پروژو له ډلې د ۷۶ هغو چارې عملا پیل شوي او د پاتې ۲۶۷ پروژو پر تخنیکي چارو کار روان دی.»
غزنوي زیاتوي، د منظور شویو پروژو له ډلې د ۷۶ هغو چارې عملا پیل شوي او د پاتې ۲۶۷ پروژو پر تخنیکي چارو کار روان دی.
غزنوي د خلکو اړتيا ته په کتو دغه پروژې کافي نه بولي او ډاډ ورکوي چې د ورته نورو پروژو د منظورولو هڅې هم دوام لري.
هغه په دې اړه وايي:« دا ټولې پروژې د اسلامي امارت له ملي بودیجې څخه تمویل کېږي او که څوک غواړي را وړاندې شي، د نورو پروژو په تطبیق کې له دوی سره همکارۍ وکړي دوی یې هرکلی او ملاتړ کوو او موږ ژمن یوو چې خلکو ته متوازنې پروژې تطبیق کړو.»
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په ننګرهار، نورستان، کونړ، خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر کې د چارو ښه تنظیم او ګټورو خدمتونو وړاندې کولو په موخه له سکټوري ادارو مختلفې کمېټې جوړې کړې او ترڅنګ يې ډاډ ورکوي سرحدي او ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سيمو کې به په متوازنه توګه پروژې تطبيق کوي.
د دې وزارت چارواکي وایي، له پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه په هېڅ صورت کې نښتې نه تازه کوي او نه پاکستان ته اجازه ورکوي چې تازه یې کړي.
غزنوي په دې اړه وايي:« موږ له پاکستان سره ثابت سرحد نه لرو او ویلی شم دا ډیورنډ فرضې کرښه ده او اسلامي امارت د خپلې ټولې جغرافې ساتل خپل مسوولیت بولي او ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې ډیورنډ فرضې کرښې هیچاسره نښې نښانې نه تازه کوو او موږ یوازې پنځه هېوادونو سره نښې نښانې تازه کولی شو خلک دې په دې برخه کې اندېښنه نه کوي.»
چارواکي دا هم وایي، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پر مشرۍ، د کلیو بیا رغونې او پراختیا، اوبو او انرژۍ، عامې روغتیا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ټولګټو، پوهنې او مالیې وزارتونو ته دنده وسپارل شوې، څو په سرحدي او ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې خلکو ته عامه خدمتونه وړاندې کړي.