د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ اړوند د خښتو بټیو ته هر سهار لسګونه تنکي ماشومان د ژوند د سختو شرایطو له امله د کار په هیله ورځي او ټوله ورځ د خښتو تویولو سخت کار ته دوام ورکوي.
په همدې بټیو کې عمر خوړلی حبیب ګل له پنځو کوچینو زامنو سره یو ځای ټوله ورځ کار کوي او مازدیګر ډګې منګولې مګر خورا ستړي خپل کور ته ځي.
حبیب ګل وايي: « په موږ کې طاقت نه شته، کنه دوی به مې مکتب ته استولي وو یا به مې اسلامي سبق پرې ویلی و. د بېوزلۍ له امله په ما هم ژوند سخت تېر شو او په دوی هم دغسې تېرېږي.»
دا یوازې د حبیب ګل او زامنو کیسه یې نه ده بلکې دلته ټول ماشومان د زده کړو او ښوونځي ته د تګ پر ځای، د خپلو کورنيو د اقتصادي ستونزو له امله کار کوي.
دوی وايي، ښوونځیو ته د تګ هیله لري، خو د کورنیو کمزوری اقتصاد يې پر وړاندې لوی خنډ دی.
کارګر ماشوم زاهد الله وايي:« زه دلته خښتې اچوم، ما مکتب نه دی ویلی، بس همدې کسب کې لګیا یم.»
کارګر ماشوم شاه زمان وايي: « څلور کاله کېږي چې دې بټۍ کې لګیا یو کار کوم. نه مې تعلیم وکړ او نه مې مدرسه ووېل، بس همدې کار کې کوچنی را لوی شوم. له دولت غوښتنه کوم چې موږ ته اسانه کارونه را پیدا کړي.»
کارګر ماشوم اکبر خان وايي: « زه له دولت غواړم ما له دې مجبورۍ خلاص کړي او ښوونځي ته مې واستوي. زه له ډېرې مجبورۍ دلته کار کوم.»
د خوست ولایتي اداره هم مني چې د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا ۳ زره ۵۰۰ تنه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.
د دوی په خبره، هڅه کوي چې د بېلابېلو پروګرامونو په مرسته ماشومانو ته د زده کړو او مسلکي روزنې په برخو کې اسانتیاووې رامنځته کړي.
د خوست والي ویاند مستغفر ګربز وايي: « موږ په خوست کې یو لوی روزنتون لرو چې لسګونه ماشومان په کې روزل کېږي. همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو ریاست په چوکاټ کې د حرفوي زده کړو مرکز لرو چې په کې سلګونه تنه روزل شوي او روزل کېږي، ترڅو له دې لارې خپلې کورنۍ ته سالمه نفقه پیدا کړي او له درنو کارونو څخه وساتل شي.»
سره له دې چې سرپرست حکومت پرماشومانو د درنو کارونو مخنیوي ټینګار کوي، خو د شنونکو په خبره افغانستان کې د تېرو اوږدو جګړو له امله ډېر شمېر کورنیو خپل سرپرستان له لاسه ورکړي او په ځای یې مېرمنې او ماشومان اړ دي چې د سرپرستۍ چارې پر غاړه واخلي او په دې لاره کې درنو کارونو ترسره کولو ته اوږه ورکړي.