• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/12

د ازبېکستان ولسمشر پر نړیواله کچه د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر رغنده خبرو اترو ټینګار کړی.

شوکت میرضیایف د تاشکند د پانګونې په څلورم نړیوال فورم کې د خبرو پرمهال د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پر ګټه بللی او په خبره یې، نور باید افغانستان له نړیوالې سیاسي انزوا وایستل شي.

میرضیایف زیاته کړې: « په نړیواله اجنډا کې اوس ‌مهال مهمه موضوع د ګاونډي افغانستان د سوله ‌ییز او پایدار پرمختګ ملاتړ دی. اوس له پخوا ډېره مهمه ده چې پر نړیواله کچه د دې هېواد له اوسني حکومت سره رغنده خبرې اترې وشي او د انزوا مخنیوی یې وکړو. بیا هم په افغانستان کې ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې د اوږدمهاله پرمختګ بنسټیز فکټورونه دي.»

د سیاسي چارو شنونکي د ازبېکستان د ولسمشر دغه څرګندونې په سیمه کې د افغانستان د مثبت انځور وړاندې کولو په برخه کې ګټورې بولي او په خبره یې، سرپرست حکومت ته هم په کار ده چې له ټولو هېوادونو سره دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي اړیکې د متوازنې پالیسۍ په پام کې نیولو سره ولري.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي:« افغانستان په سیمه کې د جیوپولټیک او ستراتیژيک موقعیت په لرلو سره کولی شي د سیمې هېوادونو او په ځانګړې توګه د منځنۍ او سوېلي آسیا هېوادونو ترمنځ د ارتباطي پل په توګه مهم رول ولوبوي. په همدې حساب، افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګېدلو لپاره باید ډېر کار وشي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسورا سنګروال وايي: « په انزوا کې د افغانستان ساتل یوه تېروتنه ده.  د سیمې او  نړۍ هېوادونه باید په دې اړه داسې څه وکړي چې افغانستان له دې حالته ووځي؛ ځکه افغانستان په سیمه او نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري.»          

ځینې نور بیا په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان بهرنۍ اقتصاد محوره پالیسي ستایي، خو په خبره یې، ځينو هېوادونو بیا هم د افغانستان پر وړاندې د تقابل سیاست غوره کړی چې د دوی په خبره باید نور له دې چارې لاس واخلي.

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: «         په تېرو څلورو کالو کې اقتصاد محوره سیاست، د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کول او امنیت نړۍ ته د پیغام په توګه وړاندې شوي. خو له هغې خوا، په حکومتوالۍ کې د سیاسي ستراتیژيک عمق لرلو لپاره د نړۍ ابر قدرتونو او ګاونډیو هېوادونو تقابلات مدیریت کړي.»  

د تاشکند پانګونې نړیوال فورم د ازبېکستان له لوري د بهرنیو پانګه ‌والو د جذب، هغوی ته د فرصتونو برابرول او د سیمه ‌ییزې او نړیوالې همکارۍ د پراختیا لپاره هر کال ترسره کېږي.

سږ کال هم د دې فورم کلنۍ ناست کې ه د ۱۰۰ بېلابېلو هېوادونو د شاوخوا ۷۵۰۰ استازو په ګډون د روانې جون میاشتې پر ۹مه پیل او تر ۱۲مې نېټې به دوام وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
فراه کې کروندګر د خټکیو او هندواڼو حاصلاتو پیکه بازار ته اندېښمن دي
افغانستان

فراه کې کروندګر د خټکیو او هندواڼو حاصلاتو پیکه بازار ته اندېښمن دي

جون 11, 2025

وروستي خبرونه

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist