• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/12

د مزار- سمنګان لویه لار هغه مسیر دی چې په ورځني ډول پرې له شمالي ولایتونو مرکز کابل ته زرګونه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرونه تګ راتګ کوي، خو دې ټولو ته په کتو سره غوښتنې دا دي چې د دې لارې ترمیم او بیارغونه دې په اساسي ډول وشي، ترڅو د ټرافیکي پېښو او ورته نورو ستونزو مخه ونیول شي.

موټر چلوونکی داد محمد وايي: « په دې لارې د تګ پرمهال زموږ موټرو ته زیان رسېږي، مسافر او ناروغان پر وخت نه شو رسولی. دا د کومې ولسوالۍ سړک نه دی، بلکې عمومي لویه لاره ده او د خرابۍ له امله یې ډېر ټکرونه کېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې دا لاره ژر ترژره ورغورل شي.»

موټر چلوونکی شېرزاد وايي: « له دولت مو لومړنۍ غوښتنه دا ده چې دا سړک جوړ کړي. په دې لاره کې ډېر سېل رونه دي، موږ په سمنګانو او حضرت سلطان کې د سېلابونو له امله دوه درې ساعته درېږو.»

یو شمېر سوداګر هم د یاد مسیر د ځینو برخو تخریبات د اندېښنې وړ بولي او پر ترمیم یې ټینګار لري.

 د دوی په خبره، که بیارغونه یې وشي سوداګریز توکي به یې سالم او پر وخت ور رسېږي.

سوداګر          عصمت الله اسحق ‌زی وايي: « واقعا ً دا سړک ډېر خراب دی او جمپونه لري. په نورو ولایتونو کې سړکونو ته ډېره پاملرنه شوې، موږ له والي او چارواکو غوښتنه کوو چې دې سړک ته هم پاملرنه وکړي. که دا سړک جوړ شي، له دې ځایه به مزار او کابل ته توکي ژر رسېږي او دغه شان به له کابل هم توکي په وخت را ورسېږي.»

سوادګر حیات الله اميري وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې دغه لویه ټرانزیټي لاره ترمیم او حفظ مراقبت یې وشي. که حکومت او ټولګټو وزارت دا کار نه شي کولی، خصوصي سکټور ته یې دې ورکړي. هغوی دا کار په ډېرې اسانۍ کولی شي، خلکو او حکومت ته به هم جواب ورکوونکي وي.»

په ورته مهال د ټولګټو چارو وزارت مسوولین که څه هم د مزار – سمنګان لویې لارې کنډو کپرو د ترمیم په اړه د اقداماتو خبر ورکوي، خو د ټولګټو تأسیساتو په ساتنه کې له هېوادوالو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق ‌شناس وايي: « له بلخ تر سمنګانو ولایت پورې غځېدلی سړک د ټولګټو وزارت په پلان کې شامل دی او هغه برخې به بېرته ورغول شوي چې ویجاړې شوې دي. هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې ټولګټو وزارت تل هڅه کړې او کوي چې د سړکونو په جوړولو او ساتنې سره خلکو او سوداګرو ته سهولتونه برابر کړي.»

چارواکي نه یوازې د مزار- سمنګان لارې ترمیم خپل مسوولیت بولي بلکې د هېواد ټولو لویو لارو ترمیم او بیا رغونه له خپلو لومړیتونو ګڼي او هېوادوالو ته یې د ترمیم او رغونې ډاډ ورکوي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق ‌شناس وايي: « هر کال د سړکونو جوړولو او ساتنې یو شمېر پروژې خصوصي سکټور ته ورکول کېږي او یو شمېر سړکونه د ټولګټو وزارت د ولایتي ټیمونو او په ۳۴ ولایتونو کې د ریاستونو له خوا ساتل کېږي.»

د هېواد شمال او شمال ختیځ ولایتونو له مرکز او پلازمېنې کابل سره له همدې لارې وصلېږي.

مسافر او موټر چلوونکي د لارې له خرابوالي شکایت او د ژر رغولو غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
فراه کې کروندګر د خټکیو او هندواڼو حاصلاتو پیکه بازار ته اندېښمن دي
افغانستان

فراه کې کروندګر د خټکیو او هندواڼو حاصلاتو پیکه بازار ته اندېښمن دي

جون 11, 2025

وروستي خبرونه

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist