واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو نږدې څلور کاله پوره کېږي، خو تر اوسه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري پر چارواکو د سفر بندیزونه شته او په تور نوملړ کې پراته دي.
نړيواله ټولنه د اسلامي امارت پر سرپرست حکومت له دې کبله نیوکه کوي چې د بشري حقونو د تأمين او ټولګډونه حکومت په جوړولو کې يې نړۍ ته ورکړې ژمنې له پامه غورځولې.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند پر خپلو چارواکو بنديزونو ته په کتو نړيوال تورنوي چې د دغو بندیزونو لرې کولو په تړاو یې له سرپرست حکومت سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې.
حمدالله فطرت دغه بنديزونه پر سرپرست حکومت د فشار لپاره ګټور نه ګڼي او له ملګرو ملتونو غواړي چې په لرې کولو سره يې د افغانستان او نړۍ ترمنځ تعامل زياتوالي ته زمينه برابره کړي.
فطرت په دې اړه وايي: « موږ بار بار ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په شمول له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي. څو میاشتې مخکې کابل ته د یوه امریکايي پلاوي راتګ او په ځینو مسایلو بحث او خبرې، د دې ښکارندويي کوي چې اسلامي امارت له ټولو جهتونو سره د تعامل او خبرو دروازې خلاصې پرې اېښې دي.»
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې دغه بندیزونه به د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې پر اړیکو لا منفي اغېز وکړي او د مخنيوي لپاره يې دوی هم د ملغا کېدو غوښتنه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « که نړیواله ټولنه په ریښتیا هم غواړي چې له اسلامي امارت سره تعامل ولري، باید د اسلامي امارت رهبري له تور لېست وباسي؛ ترڅو دوی وکولی شي آزادانه سفر وکړي، په نړیوالو غونډو کې ګډون ولري او د افغانستان د خلکو غږ تر نړیوالې ټولنې ورسوي. د حل یوازینۍ لاره همدا ده چې د اسلامي امارت د مشرتابه نومونه له تور لېست وایستل شي.»
د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او یو شمېر نورو مهمو چارواکو نومونه شامل دي.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، که سرپرست حکومت غواړي نړیوال پرې لګېدلي بندیزونه لرې کړي، نو مشروع غوښتنې دې يې ومني.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « که هغه مشروع غوښتنې ومنل شي چې هېوادونه، نړۍ او زموږ ولس یې غواړي، لکه نجونو ته د زده کړو اجازه؛ زه په دې باور یم، که دا غوښتنې ومنل شي، ملګرو ملتونو او د نړۍ هېوادونو ته به بله پلمه پاتې نه شي او مجبور دي چې افغانستان پر رسمیت وپېژني.»
له دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره مرکه کې ویلي و چې د سرپرست حکومت ۲۴ تنو چارواکو نومونه د ملګروملتونو او اروپايي ټولنې په تور نوملړ کې دي او نه لرې کول يې د دوحې هوکړه لیک خلاف عمل دی.