• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/12

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې(اوچا) په خپل تازه راپور کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمښت اغېزو ته اشاره کړې.

راپور کې ویل شوې، د بودیجې شدید کموالي له امله اړمنو افغانانو ته د کافي مرستو په رسولو کې پاتې راغلي.

راپور کې وړاندې ویل شوې، دغې چارې دوی په خپلو لومړیتوبونو کې چاڼ او عاجلو لومړیتوبونو ټاکنې ته اړ کړي، حال دا چې په عادي حالت کې باید ټولو ته رسېدنه وشي.

راپور زیاتوي، دوی مجبور دي چې په اړمنو کې هغو کسانو ته مرستې ووېشي چې د پاتې نورو په پرتله ډېر اړمن وي.

د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۴زېږدیز کال کې د امریکا د ۷۳۵.۷ میلیونو مرستې سره موږ وکولی شول د اړتیا وړ یوازې۴۷ سلنه برخه د بشري اړتیاوو او ورته د رسېدنې پلان تر پوښښ لاندې راولو. د مرسته کوونکو شدید کمښت په ۲۰۲۵ کال کې بشري مرستو ته د رسېدنې برخه کې د پام ‌وړ درز رامنځته کړ چې له امله یې موږ دې ته اړ کړی شوو چې په افغانستان کې خپلو لومړيتوبونو ته بیا کتنه وکړو.»

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ ادارې دا هم ویلي، روان کال ۱۶.۸ میليونه هغو کسانو ته د مرستو رسولو پلان لري چې د ژوند ژغورنې حیاتي ملاتړ، خوارکي، صحي او تغذیوي مرستو، بېړنۍ پناه، د څښاک پاکو اوبو او د پاکۍ ساتنې کېټونو په برخو کې ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې دغه راز یو ځل بیا ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن بللي چې ورته د رسېدنې لپاره یې د ۲.۴۲ میلیاردو ډالرو بسپنې غوښتنه کړې.

اوچا زياته کړې، د روان ۲۰۲۵زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې یوازې ۷.۶ میلیونو اړمنو ته رسېدنه کړې چې د تېرکال په پرتله کموالی ښيي.

د اوچا په راپور کې دغه راز ویل شوي: « په ۲۰۲۵زېږدیز کال شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه افغانان چې د ټولټال ۴۶ میلیونه نفوس نیمايي برخه جوړوي؛ بشري مرستو ته اړتیا لري. په دې ډله کې ۵.۷ میليونه هغه یې ښځې او ۵ میليونه نارینه دي چې له شدیدې اړمنتیا سره مخ دي.»

اقتصاد وزارت د دې ترڅنګ چې د اوچا راپور له مبالغې ډک بولي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او مرستې یوازې تر بشري هغو محدودې نه کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد وزارت د اوچا راپور مبالغه آمیز ارزوي. له دې سره، موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د افغانستان له خلکو سره مرستې ادامه ولري، دغه مرستې یوازې بشردوستانه نه وي بلکې انکشافي او پراختیايي اړخ هم ولري.»   

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، د بسپنې کمښت له امله افغانستان کې ۲۲۰ روغتیايي او ۴۰۰ تغذیوي مرکزونه تړل شوي، د بشري خدمتونو هوايي عملیات او الوتنې کمې شوي او په لرې پرتو سیمو کې بشري عملیات پر ټپه درېدلي.

له بلې خوا، د اقتصادي چارو شنونکي هم د امریکا او نړیوالو ادارو د مرستو محدودېدل او ترڅنګ یې د افغانستان د شاخوا ۹ میلیارد ډالرو پانګې بندېدل په هېواد کې بشري مرستو ته د اړتیا د ډېرېدلو اصلي لاملونه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « په دې کې شک نه شته چې د امریکا د مرستو بندېدو په افغانستان کې د بشري مرستو پر وېش ډېر منفي اغېز لرلی او اکثریت هغو بنسټونو خپل فعالیتونه درولي چې د امریکا له خوا تمویلېدل. له بلې خوا پر افغانستان لګول شوي بندیزونه سبب شوي چې د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شي. په تېرو څلورو کالو کې چې کومې مرستې له افغانستان سره وشوې، هېڅ ډول اقتصادي مؤثریت یې نه درلود او دغه شان مرستې نه شي کولی د فقر ګراف راښکته کړي. دا مرستې یوځل مصرف دي او یوازې لنډمهال کولی شي د بېوزلۍ مخه ونیسي.»       

له دې وړاندې سرپرست حکومت په هېواد کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو په تړاو وړاندې شوې شمېرې او ارقام ناسم بللي او رد کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
فراه کې کروندګر د خټکیو او هندواڼو حاصلاتو پیکه بازار ته اندېښمن دي
افغانستان

فراه کې کروندګر د خټکیو او هندواڼو حاصلاتو پیکه بازار ته اندېښمن دي

جون 11, 2025

وروستي خبرونه

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist