په افغانستان د امریکا له شل کلن حضور وروسته د دې هېواد اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن او یوشمېر نورو پخوانیو چارواکو باندې سختې نیوکې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ تازه په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه مسخره بللې.
ټرمپ زیاته کړې:« په افغانستان کې د امریکا د جګړې ډول یا بڼه مسخره وه. امریکا په افغانستان کې د بریالي کېدو لپاره جګړه نه کوله.»
د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور ورځې غمجنې ورځې یادې کړې او پړه یې پر مخکېني ولسمشر جوبایډن او د هغه وخت پر جنرالانو اچولې ده.
د سیاسي چارو شنونکي افغانستان ته د امریکا راتګ او جګړه بې پلانه عمل او د دې جګړې قربانيان افغانان بولي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« ټرمپ ټوله ملامتي پر بایډن اچوي، حال دا چې د امریکا پالیسي داسې نه ده چې یوازې ولسمشر یې جوړوي، بلکې دا د نظام پرېکړه وه چې باید له افغانستانه ووځي. دوی د اسامه بن لادن د وژلو لپاره راغلي وو، خو هغه یې دلته ونه موند او ناکام له افغانستانه ووتل. دوی میلیاردونه ډالر مصرف کړل، ډېر کسان یې ووژل شول، خو اوس پښېمانه دي چې د افغانستان لپاره یې څه نه دي کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی معین کل څمکنی وايي:« دا چې ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل یوځل بیا شرموونکی عمل بللی او بیا یې د تېر حکومت او جو بایډن اداره ملامته ګڼلې، دی کوښښ کوي چې پخوانی ولسمشر جو بایډن او د هغه ګوند د امریکا په ټولنه کې بې اعتباره کړي او دا د دوی سیاسي تګلارې دي.»
ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې هم څو ځلي په افغانستان کې د امريکا د جګړې په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي او له همدې کبله يې د دې هېواد پخوانی ولسمشر جوبايډن په ناغیړۍ تورن کړی.
د يادونې ده چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ میاشتې پر ۱۵ مه اسلامي امارت بیا ځل په افغانستان کې واک ته ورسېد او د همدې مياشتې پر ۳۱مه ڼېټه د وروستي امريکايي سرتېري په وتلو سره، د امريکا شل کلن حضور په افغانستان کې پای ته ورسېد.