د هېواد په سوېل لوېدیځ کې پروت فراه ولایت د هندواڼو او خټکیو له پلوه خورا شهرت لري، خو سږ کال د دې ولایت بزګران او پالېز لرونکي ناراضي دي.
د دوی په خبره، که څه هم سږ کال يې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ډېر شوي، خو د پيکه بازار له امله يې نرخونه ټیټ او د دوی لګښتونه هم په اسانۍ نه پوره کوي.
دوی زیاتوي، حاصلات يې په فراه کې لګښتونه نه پوره کوي او باید نورو ولایتونو ته د لېږد په برخه کې ورسره همکاري وشي.
کروندګر عبدالبصیر وايي: « موږ دلته هر ډول هندواڼې او خټکي کرلي، که سږ کال ښه فروشات ولرو، بل کې به له دې ډېرې وکرم او که ونه شو، نو تاوان دی. اوس یو من خټکی شل افغانۍ نه اخلي، زه یې څه کړم؟»
په ورته مهال، یو شمېر نور کروندګرهم ورته اندېښنې لري او غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې د حاصلاتو بازار موندنې او نورو ولایتونو ته لېږد برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د تازه مېوو کروندګر محمد وايي: « زموږ ټولې هندواڼې په فراه ولایت کې دي، بل ځای نه ځي. د پالېز سر ته راځي او یو من هندواڼه په ۱۰ افغانۍ رانه اخلي، بل ولایت ته نه ځي، صادرېږي هم نه. موږ له مسوولینو غوښتنه کوو چې د کرایې په ټیټولو کې همکاري وکړي، ترڅو موږ خپل حاصلات نورو ولایتونو ته یوسو.»
کروندګر یونس وايي: « په بازار کې یې څوک نه اخلي، نه پوهېږو له دې سره څه وکړو؟ ښار ته یې وړو، څوک یې نه اخلي، ولایتونو ته هم نه ځي؛ نو ته ووایه په دې څو خرواره هندواڼو څه وکړم؟»
له بلې خوا، د فراه کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي هم د کروندګرو خبره مني، خو وايي فراه کې د خټکو او هندواڼو حاصلات د یاد ولایت تر مصرف زیات دي او دوی یادو حاصلاتو ته د بازار موندنې په موخه د بهرنیو هېوادونو د ورته مېوو وارداتو باندې تعرفې لوړې کړې دي، ترڅو خلک په کور دننه له داخلي حاصلاتو ګټه واخلي.
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې متخصص توریالی نوري وايي: « د هندواڼو او خټکو حاصلات د دې ولایت د مصرف له کچې زیات دي او د افغانستان نورو ولایتونو ته صادرېږي. د بازار موندنې په برخه کې له بهر د مشابه حاصلاتو پر واردولو تعرفې لوړې شوې دي، ترڅو زموږ کروندګر وکولی شي خپل حاصلات په ښه قېمت وپلوري.»
د فراه د مسوولانو له مالوماتو سره سم، سږ کال په دې ولایت کې۱۴ زره ۲۵۰ هکټاره ځمکه هندواڼې او په ۵۸۵ هکټاره ځمکه باندې خټکي کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۵۴۱ زره ۵۰۰ ټنه هندواڼې او ۹ زره ۹۴۵ ټنه خټکي ترې تر لاسه شي.