• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د قزاقستان ولسمشر: افغانستان د منځنۍ آسیا د ودې لپاره مهم هېواد دی

د قزاقستان ولسمشر: افغانستان د منځنۍ آسیا د ودې لپاره مهم هېواد دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/11

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د امریکا چاپ «ده هېل» ورځپاڼې ته په لیکلي مقاله کې له افغانستان سره د منځنۍ آسیا اړیکې مهمې بللې دي.

توکایف په دې مقاله کې باور ښودلی چې د منځنۍ آسیا د سوداګرۍ د پراختیا او ودې لپاره افغانستان مهم دی او په خبره يې د دې لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
نوموړي  لیکلي، هېواد يې په سیمه ییزه کچه هڅه کړې چې افغانستان د سیمې په سوداګرۍ او انرژۍ برخه کې مدغم کړي.

د قزاقستان ولسمشر وړاندې لیکلي: « موږ د سیمې ثبات لپاره هڅه کوو چې له افغانستان سره نږدې او همکار پاتې شو. موږ تل هڅه کړې چې هلته د بشري وضعیت او د زد‌ه کړو پروګرامونو لپاره کار او هڅې وکړو او د دې ترڅنګ باید هڅه وشي چې افغانستان په سیمه ‌ییزه سوداګرۍ او انرژۍ چارو کې هم مدغم شي، ځکه موږ باور لرو چې یو باثباته افغانستان د مرکزي آسیا لپاره خورا ګټور دی.»

د قزاقستان ولسمشر په ورته مهال له افغانستان سره نږدې اړیکې د سیمې هېوادونو اړتیا بللې او دغه راز یې له هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره  د اوسنیو شرایطو له مخې تعامل وکړي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف ویلي: « په داسې حال کې چې زموږ یو ګاونډی منزوي پاتې وي، زموږ سیمه نه شي کولی خپل بشپړ ظرفیت وکاروي. دا تعامل باید د هغو هېوادونو له خوا ترسره شي چې سیمه ییز شرایط درک کوي او له ملګرو ملتونو سره په ملګرتیا کار کوي، نه د نړیوالو بیوروکراسیو له لرې پرتو میزونو.»

په ورته مهال د سیاسي او اقتصادي چارو شننونکي د قزاقستاني چارواکو یادې څرګندونې مهمې او د افغانستان موقعیت له امله د دې هېواد اړتیا ګڼي، خو سپارښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې هم له دغو فرصتونو  لازمه ګټه واخلي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « بې له شکه د افغانستان انزوا کولی شي ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي؛ ځکه چې له جغرافیايي پلوه افغانستان په یوه داسې سیمه کې پروت دی چې کولی شي د منځنۍ آسیا او سوېلي آسیا هېوادونه سره ونښلوي. په هغه صورت کې چې د سیمې او ګاونډ د هېوادونو اړیکې له افغانستان سره ښې او تعاملات ډېر شي، د سیمې هېوادونو پر ګټه تمامېدای شي.»

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « د قزاقستان چارواکو، حکومت او ولسمشر حقیقت خبره کړې او دوی واقعا ً غواړي د سوداګرۍ په چارو کې پرمختګ وکړي؛ ځکه دوی دا درک کړې او په واقعیت پوه شوي چې له افغانستان پرته سوادګري نه شي کېدای. افغانستان د سیمې په یوه داسې ځای کې پروت دی چې منځنۍ آسیا له سوېلي آسیا، چین له ایران او شرق له غرب سره وصلوي. بنا ً دوی پوهېږي چې له افغانستان پرته سوداګرۍ پرمختګ نه شي کولی.»
که څه هم د قزاقستاني لوري د دې تازه څرګندونو په اړه سرپرست حکومت څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې د اقتصاد محوره پالیسۍ پر اساس له هېوادونو سره د اړېکو ټېنګښت ته ژمنتيا ښودلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist