• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پر مشرۍ يو پلاوی ازبېکستان  ته تللی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پر مشرۍ يو پلاوی ازبېکستان  ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/11

 ازبېکستان کې د پانګونې نړیوال فورم کنفرانس هر کال د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د ولسمشرانو، لومړي وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو په ګډون جوړېږي.

 د دې کنفراسن په سږنۍ څلورمه غونډه کې د اسلامي امارت په استازیتوب د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پرمشرۍ یو پلاوی د ازبېکستان پلازمېنې تاشکند ته رسېدلی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د دې سفر موخه په تاشکند کې د پانګونې په څلورم نړیوال کنفرانس کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو پرېکړو او ژمنو ارزونه ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخند زاده عبدالسلام جواد وايي:« د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د دولتي شرکتونو د عمومي رییس احمد جان بلال په ګډون د اسلامي امارت یو جګ پوړی پلاوی د ازبېکستان په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی. له دې سفر موخه د تاشکند پانګونې په څلورم نړیوال کنفرانس کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تېرو پرېکړو او ژمنو تعقیب دی. دا د سیمې پر کچه له سترو کنفرانسونو دی چې هر کال په یوه هېواد کې جوړېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي چې یاده غونډه د سټراټیژیکو هوکړو، د بهرنۍ پانګونې جلبولو او ګډون کوونکوهېوادونو د سوداګرو او پانګه والو ترمنځ د همکارۍ د زیاتېدو لپاره ګټوره ده.

دوی ټینګار لري چې اسلامي امارت دې له دې او ورته فرصتونه ګټه واخلي.

 د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي:« باید افغانستان ته فرصت ورکړي چې له هغو ټولو هېوادونو سره د تجارت، ټرانزیټ او نویو پروژو د تطبیق لپاره اړیکې جوړې کړي چې په دې کنفرانس کې ګډون کوي. همدارنګه ترڅنګ یې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د افغان تولیداتو لپاره بازارونه ولټوي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « په دې کنفرانس کې د اسلامي امارت د پلاوي او په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ګډون ډېر مهم دی. دا ګډون هم له اقتصادي، هم سیاسي او هم امنیتي پلوه ګټور دی. په دې کې به انشاالله ښې لاسته راوړنې ولرو؛ ځکه چې اوس د نړیوالو فکر افغانستان ته راګرځېدلی او غواړي دلته پر لویو او کوچنیو پروژو پانګونه وکړي.»

د اقتصادي چارو د ځینو شنونکو په اند، دغه شان لویو غونډو کې مخامخ ګډون کولی شي د هېوادونو سره په لویه کچه اقتصادي تعاملات رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي:« د منځنۍ آسیا هېوادونه او په ځانګړې توګه ازبېکستان په شدت علاقه لري چې له افغانستان سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري؛ ځکه چې ازبېکستان هڅه کوي ځان د افغانستان له لارې د کراچۍ او چابهار بندرونو ته ورسوي. همدا لامل دی چې ازبېکستان غواړي د افغانستان د اوسپنې پر کرښو پانګونه وکړي؛ دا ځکه مهمه ده چې ازبېکستان او په ټوله کې د منځنۍ آسیا هېوادونه پرېمانه نفت او انرژي لري او غواړي نوي بازارونه ورته پيدا کړي.»

سره له دې چې ازبېکستان په تېرو درېیو کالو کې یو له هغو هېوادونو دی چې له سرپرست حکومت سره یې پراخې سیاسي او اقتصادي اړیکې ساتلې دي.

خو په دې اړه یو نظر بیا دا هم دی چې تاشکند له کابل سره د اړیکو په ټینګولو غواړي ځان د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته ورسوي، ترڅو له دې لارو د سویلي آسیا له هېوادونو سره سوداګري وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي
افغانستان

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو
افغانستان

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي
افغانستان

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist